د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې ۸.۹ میلیونه ماشومانو ته د شري واکسین ورکړل شو

9 اکتوبر 2025
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې ۸.۹ میلیونه ماشومانو ته د شري واکسین ورکړل شو

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د شري ناروغۍ سره د مبارزې په لړۍ کې، ۸.۹ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شو.

رخشانه: دغه بنسټ نن (پنشنبې د تلې ۱۷ مه) د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د شري سره د مبارزې لومړۍ لړۍ بریالۍ وبلله.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په لومړي کمپاین کې له شپږ میاشتنیو تر لس کلنو پورې کابو ۸.۹ میلیونه ماشومانو ته د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې واکسین ورکړل شو.

شری یو له خورا ساري ناروغیو او د ماشومانو په منځ کې د واکسین په واسطه د مخنیوي وړ مړینې یو مخکښ لامل دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې هغه ځای چې د واکسیناسیون ته لاسرسی په کې محدود دي او ډېری ماشومان په کې له نورو ناروغیو، لکه خوراځواکۍ سره مخ دي، په شري اخته کېدل کولی شي، شدید زیانونه لکه سینه بغل، ړوندوالی او ان مرګ له ځان سره ولري.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۹۳۰۰ زیاتې د شري پېښې په ټول هېواد کې ثبت شوې. د روان میلادي کال تر اګست میاشتې پورې ۸۵۰۰ نورې پېښې هم پرې ور زیاتې شوې، چې پرې اخته ۹۲ سلنه ماشومان له لس کلنۍ څخه کم عمره دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د شري واکسین د ملي کمپاین له پیل وړاندې، یوازې ۵۵ سلنه ماشومان د واکسین لومړي دوز او ۴۴ سلنه نور د واکسین دویم دوز تر لاسه کړی وو، چې د دې زماني واټن له امله، ګڼ شمېر ماشومان خوندي نه وو او د ناروغۍ د خپرېدل پراخ شوي وو.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکتر ادوین سنیز سالوادور ویلي، شری یوه مرګونې خو د مخنیوي وکړ ناروغي ده او د افغانستان په شان هېوادونو کې ډېری شمېر زیانمنونکي ماشومان لپاره واکسین ژغورونکی دی.

هغه زیاته کړې: «د دې ملي کمپاین په لومړي پړاو کې بریالیتوب د میلیونونو ماشومانو د ناروغۍ، معلولیت او مړینې څخه د ساتنې په لور یو مهم ګام دی.»

د روغتیا نړیوال سازمان دغه راز ژمنه کړې، چې د افغانستان له روغتیايي نظام څخه به ملاتړ کوي، تر څو په دې هېواد کې هېڅ یو ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي هم ویلي چې «په افغانستان کې هېڅ یو ماشوم باید له ناروغۍ چې مخنیوی یې معلوم دی، مړ نه شي.»
هغه ویلي: «دغه ملي کمپاین په دوه پړاونو کې جوړ شوی، چې لږ تر لږه ۹۵ سلنه له شپږو میاشتو تر لس کلنو پورې ماشومان رانغاړي او هغه ماشومان چې په مخکني پړاو کې واکسین شوي، په نښه او واکسین یې کړي.»

د شري د واکسین د ملي کمپاین لومړی پړاو د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د دې سازمان د نورو شریکانو په ملاتړ پلی شوی دی.

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026
نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې
خبر

نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې

3 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه