د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو شنوونکي: د انټرنېټ بندښت ډېری زیان افغان ښځو ته رسوي

11 اکتوبر 2025
د ملګرو ملتونو شنوونکي: د انټرنېټ بندښت ډېری زیان افغان ښځو ته رسوي

د ملګرو ملتونو کارپوهان او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د دغه سازمان ځانګړی راپور وروکوونکی ریچارد بنټ وايي، افغان ښځې او نجونې په ناانډولیزه توګه د انټرنېټ د پرېکېدو او ټولنیزو شبکو د فلټر کولو تر اغېز لاندې راځي.

رخشانه: د ملګرو ملتونو شنوونکو تېره ورځ (جمعه د تلې ۱۸ مه) ناوخت مهال په یوه ګډه بیانیه کې د طالبانو له لوري انټرنټ ته د کاروونکو پر لاسرسي او د ټولینزو شبکو فلټر کولو محدودیتونه، په افغانستان کې د وګړو د حقونو څخه سرغړونه بللې ده.

په بیانیه کې راغلي، د طالبانو له لوري پر انټرنېټ کاروونکو او د ټولینزو شبکو فلټر کول محدودیتونه «د عمومي خبرو اترو د کنټرول او ټولنیز چلند د تنظیم لپاره د عمده او پراخې ستراتېژۍ برخه» ده.

بیانیه کې ویل شوي دغه کار، «په شدت سره د بیان آزادۍ حقونه او اطلاعاتو ته لاسرسی محدود کړی او د اړیکو مهمې او حیاتي کرښې پرې کوي.»

د ملګرو ملتونو شنوونکو ټینګار کړی: «ښځې او نجونې په ناانډولیزه توګه د دې [محدودیتونو] تر اغېز لاندې راځي. ډېری [هغوی] د زده کړو، انلاین کار، کاري فرصتونو او کار او مجازي ټولنیزې فضا لپاره په آنلاین پلېټ فارمونو پورې تړلې دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د دغه محدودیتونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی وايي: «د ښځو او نجونو لپاره د رواني- روحي ستونزو زیاتوالی به د دغه محدودیتونو وروستۍ احتمالي اغېز وي.»

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړې، دغه [محدودیتونو] نه یوازې افغان وګړي له نړیوالې ټولنې بېل کړي، بلکې هغوی یې له هېواد بهر د کورنۍ له غړیو، چې د مالي حوالو له لارې حیاتي ملاتړي دي، هم بېلوي.»

د ملګرو ملتونو شنوونکي زیاتوي، چې د اړیکو پرېکول یا محدودول، دغه راز سوداګریز فعالیتونه هم په شدت کمزوری کوي او د افغانستان پر ماتېدونکي اقتصاد هم اغېز کوي.

هغوی خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د انټرنټ او مخابراتي شبکو بندول، اړمنو ټولنو، په ځانګړې توګه هغه کسانو ته چې د طبعي پېښو څخه اغېژمن شوي او یا له ګاونډیو هېوادونو راستانه کېدونکي دي، د ملاتړ او مرستې رسولو بهیر ګډوډوي.

شنوونکو زیاته کړې، د بشري حقونو مدافعان او خپلواکه خبریالان، چې طالبانو د طالبانو تر سختې ځپنې لاندې دي، د دې محدودیتونو په وضع کولو سره ( د هېواد له وضعیت څخه د مستند جوړونې او راپور ورکولو» په برخه کې نور هم محدودېږو.

هغوی د طالبانو له لوري انټرنېټ ته د کارکوونکو د لاسرسي د محدودیت او ټولینزو شبکو د فټلر کولو د لغوه کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي دغه ډله باید: «د ډېر محدودیتونو له پلي کولو، چې مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه ماتوي» ډډه وکړي.

طالبانو د روانې لمریزې میاشتې په لومړیو کې د ۴۸ ساعته انټرنېټ له بندېدو وروسته، ټولینزو شبکو فسبوک او انسټاګرام ته هم د کاروونکو لاسرسی محدود کړی دی.

د دغې ډلې مشر کابو میاشت وړاندې په ټول هېواد کې د نوري فایبر او وای فای انټرنېټ د پرېکېدو امر ورکړ. د دې امر په ترڅ کې تر اوسه پورې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د نوري فایبر او وای فای انټرنټ پرې شوی دی.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه