د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې: افغانستان د نجونو لپاره یو تر ټولو بدو ځایونو څخه دی

11 اکتوبر 2025
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې: افغانستان د نجونو لپاره یو تر ټولو بدو ځایونو څخه دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن د نجونو د نړیوالۍ ورځې په مناسبت وايي، دا هېواد د نجونو لپاره یو له تر ټولو بدو ځایونو څخه دی.

رخشانه: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن (شنبې د تلې ۱۹ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي چې «موږ (ملګري ملتونه) نه باید د افغانستان د نجونو یوه بشپړ نسل ته شا کړو.»

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې ټینګار کړي، چې افغانستان کې نجونې د محدودیتونو سره سره، لا هم لوی خوبونه او ټینګ هوډ لري.

مېرمن فرګوس ویلي، باید همداسې د افغان نجونو تر څنګ ودرېږو او د هغوی د ځواکمنولو لپاره پانګونه وکړو.

هغې زیاته کړې: «راځۍ هغوی ته وښیو، چې نړۍ یې لا هم غږونه اوري او موږ به د هغوی تر څنګ ودرېږو.»
طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د پراخو محدودیتونو په لګولو سره، په افغانستان کې ښځې او نجونې خپلو حقونو او خپلواکیو ته له لاسرسي محرومې کړې دي.

دغه راز دغې ډلې واک ته له بیا رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې او په پوهنتونو کې یې د هغوی زده کړې منع کړې.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبانو لغمان کې څلور ښځینه خبریالانې د څو ساعتونو لپاره نیولې

طالب ځواکونو بامیانو کې دوه ښځینه روغتیاپالو ته سپکاوی کړی او نیولې یې دي

د اکتوبر یوولسمه د ملګرو ملتونو له خوا د لور د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ده او هر کال له دغه ورځې په یو شمېر هېوادونو کې لمانځه کېږي.

په دې ورځ ډېری مهم مسایل، لکه زده کړې، روغتیا، کم عمرونه ودونه، جنسي تاوتریخوالی او ټولې نورې ستونزې، چې نجونې په ډېری هېوادونو په ځانګړې توګه په محرومو سیمو کې له هغو سره مخ دي، د پام وړ ګرځي.

اړوندې لیکنې

غزني کې یوه ښځه د ناسمو درملو د تزریق له امله مړه شوې
خبر

غزني کې د پخوانۍ مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی

16 نوومبر 2026
معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه
خبر

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

15 نوومبر 2026
غزني کې د یوې پخوانۍ مرمۍ چاودنې یو ماشوم و واژه
خبر

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

15 نوومبر 2026
په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه