د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونیسف: د افغانستان ښوونیز نظام له لویو ستونزو سره مخ دی

11 اکتوبر 2025
یونیسف: د افغانستان ښوونیز نظام له لویو ستونزو سره مخ دی

انځور: یونیسف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اعلان کړي، چې په دغه هېواد کې ښوونیز نظام له لویو ستونزو سره مخ دی، خو د بیارغونې فرصت لا هم شته دی.

رخشانه: یاد بنسټ نن (شنبې د تلې ۱۹ مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، له نجونو د زده کړو محدودیت لرې کول خورا اړین دی.

یونیسف د لومړنیو زده کړو په برخه کې د هرې نجلۍ او هلک لپاره پانګونه مهمه او حیاتي بللې ده.

۱۴۹۵ ورځې کېږي، چې طالبانو د ښوونځیو دروازې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ تړلې او دغه راز یې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل مخنیوی کړی دی.

د طالبانو له لوري د دې محدودیتونو له لګولو وروسته ډېری زده کوونکو نجونو په انلاین ټولګیو کې زده کړې تر لاسه کولې.

خو طالبانو په تازه قضیه کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د نوري فایبر او وای فای انټرنېټ ته د کاروونکو لاسرسی پرې کړی، چې دغه محدودیتونه د دې لامل شوي، تر څو لسګونه زره زده کوونکي په ځانګړې توګه نجونې له انلاین زده کړو محرومې شي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

یونیسف څه موده وړاندې اعلان کړی وو، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګی پورته، له زده کړو د نجونو محرومیت د «د رواني ناروغیو، کم عمره ودونو او د ماشومان تر منځ د زېږون» د زیاتوالي لامل شوی دی.

دغه بنسټ ویلي وو، د ۲۰۲۵ میلادي کال تر پای پورې به له ۲.۲ میلیونه زیاتې نجونې په افغانستان کې له زده کړو بې برخې شي.

یونیسف له زده کړو د نجونو محرومیت بې عدالي بللې ویلي یې وو، چې دغه ممنوعیت د هېواد پر ثبات او پرمختګ ژورې ګواښوونکې او اودمهالې اغېزې لري.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه