د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هند کې له ښځینه خبریالانو سره د طالبانو پر چلند اعتراض: متقي بیا خبري ناسته جوړه کړه

12 اکتوبر 2025
هند کې له ښځینه خبریالانو سره د طالبانو پر چلند اعتراض: متقي بیا خبري ناسته جوړه کړه

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي اړ شو، د هند د دولت په غوښتنه، د ښځینه خبریالانو په شتون کې بله خبري ناسته جوړه کړي.

رخشانه: دغه خبري ناسته نن (یکشنبې د تلې ۲۰ مه) د ښځینه خبریالانو په شتون، نوي ډیلي کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په سفارت کې جوړه شوه.
د نن ورځې خبري ناسته د هند د بهرنیو چارو وزارت په امر او دوه ورځې وړاندې په نوي ډيلي کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په خبري ناسته کې د ښځينه خبریالانو له مخنیوي وروسته جوړ شو.

امیرخان متقي د نن ورځې په «ټولګډونه» خبري ناسته کې، د وړمې ورځې په ناسته کې د ښځینه خبریالانو د مخنیوي په اړه توضیحات ورکړل.

د نن ورځې په خبري ناسته کې ګن شمېر ښځینه خبریالانې تر سترګو کېدې.

متقي په دې ناسته کې ویلي، چې دوه ورځې وړاندې خبري ناسته یې له دقیق پروګرام پرته او په بېړه جوړه شوې وه او یوازې کم شمېر خبریالان ورته رابلل شوي وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په مخکنۍ خبري ناسته کې د ښځینه خبریالانو د ګډون مخنیوی کړی وو، چې دغه اقدام د دې هېواد د سیاستوالو، خبریالانو او بشري حقونو د فعالانو غبرګونونه راپارولي وو.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

هندي سیاسي فعالانو او خبریالانو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ښځو په ځپلو تورن کړ او د هغه دا کار یې د دې هېواد ښځو ته سپکاوی وباله.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د ننه ښځینه خبریالانې د طالبانو ډلې د ښځو ضد سیاسیتونو او پراخو محدودیتونو سره مخ دي. په وار وار د طالبانو په خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږ او انځور سانسور شوی دی.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه