د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

پر خوست د پاکستان په بریدونو کې یو خبریال وژل شوی دی

15 اکتوبر 2025
پر خوست د پاکستان په بریدونو کې یو خبریال وژل شوی دی

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) اعلان کړی، چې پکتیا کې د طالبانو تر واک لاندې ملي رادیو تلوېزیون خبریال عبدالغفور عابد وژل شوی دی.

رخشانه: دغه مرکز ویلي، ښاغلی عابد نن (چهارشنبې د تلې ۲۳ مه) د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړې د خبري پوښښ لپاره د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ ته تللی وو، چې و وژل شو.

پکتیا کې د ملي راډیو د خپرونو مدیزر تواب آرمان هم له خپل موټر چلوونکي سره په دې جګړه کې ټپي شوی دی.

ښاغلی ارمان او موټر چلوونکی یې د درملنې لپاره د خوست یوه روغتون ته وړل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، دغه خبریالان د اړتیا وړ خوندیتوب توکو پرته سیمې ته تللي وو.

د عبدالغفور عابد مړی د ښخولو لپاره د خوست څخه پکتیا ولایت ته لېږدول شوی دی.

د طالبانو او پاکستان د ځواکونو تر منځ د روانې اوونۍ د شنبې په شپه د څو ساعتونو لپاره پر ډېورنډ کرښه جګړه رامنځ ته شوه.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن سهار اعلان وکړ، چې د دوی او د پاکستان د ځواکونو تر منځ نښتو په ترڅ کې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ نښتو له امله د دواړو هېوادونو تر منځ پولې له څلورو ورځو راهیسې تړل شوې دي.

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه