د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبان په بادغېس کې یو تن اعداموي

15 اکتوبر 2025
طالبان په بادغېس کې یو تن اعداموي

بادغېس کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، سبا (پنشنبې د تلې ۲۴ مه) به د دغه ولایت په مرکز شهر قلعه نو کې یو تن په عام محضر کې اعدام کړي.

رخشانه: بادغېس کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي نن (چهارشنبې د تلې ۲۳ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره ویلي، دغه کس به سبا ۷:۰۰ بجې د دې ولایت د مرکز قلعه نور ښار په سپورتي لوبغالي کې اعدام شي.

بادغېس کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړې، دغه کس د «ټولو بشپړو شرغي موازینو او قوانینو په رعایت» کولو سره اعدامېږي.

هغه د دې ولایت له اوسېدونکو غوښتي، چې د حکم پلي کولو ځای ته ورشي، خو د «تلېفونونو او هر ډول انځور اخیستونکو وسایلو راوړلو څخه ډډه وکړي.»
طالبانو نه ده معلومه کړې، چې دغه کس په کوم جرم په دار ځړول کېږي.

دغې ډلې څه موده وړاندې اعلان کړی وو، چې یو تن یې په پکتیکا ولایت کې د خلکو پر وړاندې په اعدام محکوم کړی وو.

طالبانو ویلي وو، دغه کس «اسلامي مقدساتو او شریعت په ځانګړې توګه حضرت محمد ص» ته په سپکاوي په اعدام محکوم شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

د طالبانو ډلې د روان لمریز کال په وري میاشت کې په فرا، بادغېس او نیمروز ولایتونو کې څلور تنه په بېلا بېلو تورونو د خلکو پر وړاندې اعدام کړي وو.

دغې ډلې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې لس تنه د بېلا بېلو تورونو له امله په عام محضر کې اعدام کړي دي.

اړوندې لیکنې

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026
نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې
خبر

نورستان کې یوه ځوانه نجلۍ له نامحرم سره د اړیکې په تور د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې

3 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه