د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونیسف: ۲۱۲ زره ماشومان له اوبو خورېدونکو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي

16 اکتوبر 2025
یونیسف: ۲۱۲ زره ماشومان له اوبو خورېدونکو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي

انځور: یونیسف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، دا مهال په افغانستان کې له ۲۱۲ زره زیات ماشومان، په اسهال اخته کېدو او له اوبو خورېدونکو نورو وژونکو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.

رخشانه: دغه بنسټ تېره ورځ «چهارشنبې د تلې ۲۳ مه» د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې، د مرادرو او پاکو اوبو بنسټونو تر نړېدو وروسته د ناروغیو د خورېدو ګواښ زیات شوی دی.

یونیسف د روان میلادي کال د اګست په ۳۱ مه د هېواد په ختیځو ولایتونو کې ۶.۳ درجو زلزلو ته په اشارې وايي، د دې زلزلې او د هغې ورپسې ټکانونو په پایله کې د مردارو او پاکو اوبو بنسټونه له منځه تللي دي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکتر تاج الدین ایووالي ویلي، زلزلې د کورونو په ویجاړولو او خلکو د ژوند اخیستو سربېره اوس د ناروغیو د خورېدو له لارې د ګڼو خلکو ژوند اخلي.

هغه دې ته په اشارې، چې له زلزلې پاتې ماشومان دا مهال له ګڼې ګوڼې ډکو او لنډ مهاله پټنځایونو کې تشناب او پاکو اوبو ته له لاسرسي پرته ژوند کوي زیاته کړې چې «دا د یوه روغتیايي ناورین د رامنځ ته کېدو لپاره یو لوی توپان دی.»
یونیسف ویلي، چې افغانستان کې د زلزلې له امله د اوبو ۱۳۲ سرچینې ویجاړې شوې او کورنۍ پاکو اوبو یا د لاس وینځلو امکاناتو ته لاسرسی نه لري.
د دې بنسټ په وینا، په زلزله ځپلو سیمو کې له هرو پنځو کسانو څلور هغه یې د ضرورت رفع کولو په آزاده فضا کې کوي، ځکه په زلزله کې زیاتره تشنابونه ویجاړ شوي او ډېری د دې کسانو اړینو روغتیايي کېټونو لکه، صابون ته لاسرسی نه لري او دغه کار د ناروغیو د خورېدو لپاره شرایط برابروي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

اسهار له درې ډوله ناتوانه وونکو ناروغیو څخه یوه ده. دغه ناروغي کولی شي په څو ساعتونه یا څو ورځې اوږده شي. حاد اسهال له یوې تر ۹ میاشتو پورې ماشومانو کې د مړینې له عاملونو درې عامل دی او هر کال تر پنځه کلنۍ ټیټ له ۴۰۰ زره زیات ماشومان وژني.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، تر ډېره بریده د څښاک د پاکو اوبو او حفظ الصحې له لارې د کلېنیکي اسهال مخینوی کېدای شي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه