د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي

16 اکتوبر 2025
یوناما: د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) وايي، په دې وروستیو څو ورځو کې د طالبانو او پاکستان تر منځ نښتو کې، د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي دي.

رخشانه: یاد بنسټ نن (پنشنبې د تلې ۲۴ مه) پر خپله فسبوک پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړو څخه یې د ملکي وګړو د درندې مرګ ژوبلې کره راپورونه تر لاسه کړي دي.

یوناما لیکلي «د روان لمریز کال د اکتوبر له ۱۰ مې راپدېخوا د دواړو لورو تر منځ په پوله وسله والې نښتې د پام وړ زیاتوالی کړی او د ګڼ شمېر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوې دي.»

دغه بنسټ ویلي، پولې ته نېږدې د کندهار په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان تر منځ په نښتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۶ نور ټپیان شوي دي او په پکتیکا، پکتیا، کنړ او هلمند کې هم د یوه کس وژل کېدل او د ۱۵ نورو ټپي کېدل ثبت شوي دي.

طالبانو تېره ورځ اعلان وکړ، چې د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستاني ځواکونو سره د دوی د جنګیالیو په نښتو کې لږ تر لږه ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د طالبانو او پاکستاني لوري تر منځ د اوربند هرکلی کړی او له دواړو لورو یې غوښتي، چې شخړو ته د پای ټکی کېږدي.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د نړیوالو قوانینو پر اساس د جګړې لوري باید «توپیر کلیدي اصول، تناسب، او د ملکي تلفاتو د مخینوي لپاره احتیاط کول رعایت کړي.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

طالبانو پرون مازیګر اعلان وکړ، چې نامعلومې مودې او تر «هغه چې تېری نه وي لیدل شوی» د دې ډلې او پاکستان تر منځ اوربند شوی دی.

د طالبانو او پاکستان ځواکونه د روانې اوونۍ د شنبې په شپه د دواړو هېوادونو تر منځ پوله کې د څو ساعتونو لپاره سره ونښتل. د دې نښتو په پایله کې د دواړو هېوادونو تر منځ پولې له تېرو څو ورځو راهیسې تړل شوې دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه