د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په بادغېس کې یو تن په عام محضر کې اعدام کړ

16 اکتوبر 2025
طالبانو په بادغېس کې یو تن په عام محضر کې اعدام کړ

انځور:د بادغیس غږ راډیو

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې په بادغېس کې یې یو تن د عمدي قتل په تور، د خلکو پر وړاندې د دې ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې په دار کړ.

رخشانه: د طالبانو سترې محکمې نن «پنشنبې د تلې ۲۴ مه» د بادغېس مرکز قلعه نو ښار په سپورتي لوبغالي کې د یوه تن د اعدامولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو سترې محکمې د اعدام شوي کس نوم اسماعیل د ابراهیم زوی او د بادغېس ولایت د جوند ولسوالۍ اوسېدونکی بللی دی.

هغه د بادغېس ولایت د جوند ولسوالۍ د اوسېدونکي دوست محمد د نورالدین زوی او د ګل برګ د لسمي د «ټوپک په واسطه په عمدي قتل» تورن وو.

بادغېس کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند تېره ورځ د دغه کس د اعدامېدو خبر ورکړی وو او ویلي یې ووو چې هغه به «دشرعي او قانوني موزینو په بشپړه رڼا» کې اعدام شي.

هغه د دې ولایت له اوسېدونکو غوښتي، چې د حکم پلي کولو ځای ته ورشي، خو د «تلېفونونو او هر ډول انځور اخیستونکو وسایلو راوړلو څخه ډډه وکړي.»
دغې ډلې څه موده وړاندې اعلان کړی وو، چې یو تن یې په پکتیکا ولایت کې د خلکو پر وړاندې په اعدام محکوم کړی وو.

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

د طالبانو ډلې د روان لمریز کال په وري میاشت کې په فرا، بادغېس او نیمروز ولایتونو کې څلور تنه په بېلا بېلو تورونو د خلکو پر وړاندې اعدام کړي وو.

دغې ډلې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې لس تنه د بېلا بېلو تورونو له امله په عام محضر کې اعدام کړي دي.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه