د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اوچا: د لوږې له ناورینه تر ډېره ښځو او ماشومانو زیان لیدلی دی

16 اکتوبر 2025
اوچا: د لوږې له ناورینه تر ډېره ښځو او ماشومانو زیان لیدلی دی

انځور: اوچا

د خوړو نړیوالې ورځې سره سم افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د لوږې له ناورینه تر ډېره ښځو او ماشومانو زیان لیدلی دی.

رخشانه: دغه بنسټ نن (پنشنبې د تلې ۲۴ مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، افغانستان په نړۍ کې یو له تر ټولو بدې لوږې له ناورین سره مخ دی.

د اوچا په خبره، ۹.۵ میلیونه وګړي سخت د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي او له هرو ۵ ننو ۱ هغه یې نه پوهېږي، چې د راتلونکي څاښت خواړه به یې څه وي.

د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، ښځو او ماشومانو تر ټولو زیات زیان لیدلی دی.

دغه بنسټ په افغانستان کې په خوارځواکۍ د ملیونونو کسانو د اخته کېدو خبرداری ورکړی او اړمنو کسانو ته یې د «بېړنۍ بودجې» غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو هم د خوړو نړیوالې ورځې په تړاو ویلي چې «خواړه یو انساني حق دی نه یو امتیاز»

په دې اړه نور ولولئ...

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

ملګرو ملتونو پورې تړلې اېکس پاڼې «د نړیوال اقدام بېړنۍ اړتیا په ګوته کوي، تر څو ډاډ تر لاسه شي، چې هر څوک، هر چېرې، کافي او مغذي خوړو ته لاسرسی ولري.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش هم پر خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، په ټوله نړۍ کې ۶۷۳ میلیونه کسان لا هم د شپې وږي ویده کېږي.

هغه د ټولغوښتنې په خپرولو سره «په پولو، سکتورونو او ټولنو کې د یووالي» غوښتنه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام څه موده وړاندې اعلان وکړو، چې افغانستان کې د لوږې ناورین ورځ تر بلې مخ په ژورېدو دی.

دغه بنسټ ویلي وو چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې اړمنو کسانو ته د رسیدګۍ په پار ۵۳۹ میلیونه ډالرو ته «بېړنۍ» اړتیا ده.

د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی وو، چې روان میلادي کال به په افغانستان کې تر ۵ کلونو کم عمره ۳.۵ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.

اړوندې لیکنې

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026
«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو
خبر

«افغانستان کې د ځواب ویلو میکانېزمونو د پیاوړتیا لپاره چوکاټ» ژنیو کې وړاندې شو

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه