د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

هرات کې هم د ساه کښو انځور خپرول بند شول

19 اکتوبر 2025
هرات کې هم د ساه کښو انځور خپرول بند شول

د طالبانو له لوري په رسنیو کې د ساه کښو د انځور نه خپرولو محدودیت پر دوام، په هرات ولایت کې هم د ساه کښو انځور خپرول بند شول.

رخشانه: د افغانستان د خبریالانو مرکز نن (یکشنبې د تلې ۲۷ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، دغه موضوع کابو میاشت وړاندې هرات کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست له خوا د یو شمېر رسنیو د مسوولینو او سیمه ییزه یوټیوبرانو سره شریکه شوې او اوس په رسمي توګه پلې شوه.

هرات دوه ویشتم ولایت دی، چې په رسنیو کې یې د طالبانو له لوري، د ساه کښو په انځور خپرولو په رسمي توګه بندیز پلی کېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په اعلامیه کې راغلي، په هرات کې د ساه کښو انځور خپرولو تر بندیز وروسته، هرات کې د ملي تلوېزیون او لږ تر لږه دوه نورو خصوصي تلوېزیونونو خپرونې بندې شوې دي.

دغه مرکز لیکلي، د هرات ملي تلوېزیون د سختو فشارونو له امله، خپل ماهیت ته بدلون ورکړی او له یوې اوونۍ راهیسې په ټولینزو شبکو کې فعالیت لري او راپورونه یې په غږیزه او لیکلې بڼه خپرېږي.

د خبریالانو مرکز زیاته کړې، د هرات په سیمه ییزه رسنیو کې د ساه کښو انځور خپرولو مخنیوي، د دې ولایت پر نورو رسنیو هم منفي اغېز کړی او لږ تر لږه دوه نورو خصوصي تلوېزیونونو هم د ساه کښو انځور خپرول بند کړي او نورې رسنۍ هم په ډېره کمه کچه فعالیت کوي.

طالبانو په کندهار، تخار، بادغېس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، دایکنډي، فاریاب، پنجشېر، لغمان، سرپل او بلخ ولایتونو کې په رسمي ډول په رسنیو کې د ساه کښو انځور خپرول بند کړي دي.

د خبریالانو مرکز په رسنیو کې د ساه کښو انځور په خپرولو بندیز د بیان د آزادۍ او خپلواکه رسنیو د بنسټیزو اصولو خلاف کار بللی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

دغه مرکز د آزادو رسنیو او خبریالانو په کار او معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي په اړه، د دې محدویت د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې د دې محدودیتونو په لرې کولو سره د رسنیو د آزاد او وېرې پرته فعالیت لپاره زمینه برابره کړي.

طالبان په تېرو څلورو کلونو کې پر رسنیو او رسنیزو فعالیتونو د سختو محدودیتونو په لګولو سره د لسګونه غږیزه، تصویري او چاپي رسنیو د بندېدو لامل شوي دي.

دغې ډلې په دې موده کې لسګونه خبریالان، کارکوونکي او رسنیز فعالان نیولي او زنداني کړي دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه