د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

له دوه ورځو وروسته شمشاد تلوېزیون بېرته خپرونې پیل کړې

19 اکتوبر 2025
له دوه ورځو وروسته شمشاد تلوېزیون بېرته خپرونې پیل کړې

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) اعلان وکړ، چې شمشاد خصوصي تلوېزیون له دوه ورځو وروسته خپلې خپرونې له سره پیل کړې.

رخشانه: دغه مرکز لیکلي، د شمشاد تلوېزیون نن (یکشنبې د تلې ۲۷ مه) غر ماسپښین وروسته ۵ بجې خپل فعالیت له سرپیل کړ.

د طالبانو استخباراتو دوه ورځې وړاندې، د دې خصوصي رسنۍ خپرونې له «پاکستان سره د دې ډلې د جګړې د نه خبري پوښښ» او «د طالبانو له دریځ او د هغوی له اقداماتو څخه نه دفاع» په خاطر بندې کړې وې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د شمشاد رادیو تلوېزیون د بیا پرانستو د هرکلي تر څنګ د هغه د خپرونو دوه ورځې بندښت د «د یوې خپلواکۍ رسنۍ د حقونو ښکار سرغړاوی» وباله.

شمشاد تلوېزیون هم په یوه ویډیو کې، چې پر ټولنیزو شبکو خپره شوې، اسلامي او ملي ارزښتونو او ګټو ته په ژمنتیا سره د خپل فعالیت د بېرته پیل کېدو خبر ورکړی ویلي یې دي چې، «په زیاتو هڅو مو» د طالبانو قناعت تر لاسه کړ.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په هېواد کې پر رسنیو د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي، چې «د رسنیو په چارو کې له هر ډول لاسوهنې ډډه وکړي.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د طالبانو ډلې د خپلې څلور کلنې واکمنۍ په موده کې، د پراخو محدودیتونو په لګولو سره، ګڼې رسنۍ تړلې، خبریالان یې ګواښلي او په هېواد کې یې د رسنیو ساحه په شدیده توګه محدوده کړې ده.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه