د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

اعدام او بدني سزاوې، د خلکو د کنټرول لپاره د طالبانو توکي

22 اکتوبر 2025
اعدام او بدني سزاوې، د خلکو د کنټرول لپاره د طالبانو توکي

د افغانستان د بشري حقونو چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ وايي، د طالبانو له لوري د افرادو اعدامول او بدني سزاوې نه یوازې، د تاوتریخوالي وېرونکې بڼه ده، بلکې د خلکو د کنټرول او وېرې رامنځ ته کولو توکي هم بلل کېږي.

رخشانه: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن (چهارشنبې د تلې ۳۰ مه) له بنټ څخه په نقل د یوه پوسټ په خپرولو سره، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د خلکو اعدامول او بدني سزاوې غندلې دي.

بنټ ویلي، د طالبانو له لوري د خلکو اعدامول «ظالمانه، غیر انساني او سپکوونکی» عمل دی.

هغه زیاته کړې، د طالبانو دا اقدام «په اغلب ډول ناعادلانه پلی کېږي او د جرم په مخنیوي کې کومه ګټه نه لري.»

بنټ ټینګار کړی، چې د خلکو اعدامول «نه یوازې محکوم کس له انسانیته وباسي، بلکې، هغه کسان هم سپکوي، چې د اعدام نندارې ته راځي.

طالبانو د تېرې اوونۍ د جمعې په ورځ په بادغېس ولایت کې یو کس چې د یوې ښځې او یوه سړي په وژلو تورن وو، په عام محضر کې په دار کړ. دغې ډلې د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته له بیا رسېدو وروسته، په څو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه علني اعدام کړي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د افغانستان د بشري حقونو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د خلکو اعدامول په بشپړه توګه بند کړي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه