رها آزاد
د وږي په ۱۶ مه سیمه ییزه سرچینو د یوې ښځې له بدن څخه، چې د ربړونې نښې په کې لیدل کېدې، د انځورونو په خپرواي سره تایید کړه، چې طالبانو په چټک پانټ کې یوه ښځه وهلې ډبولې ده.
دا پېښه په ۲۵ کلنې معترضې ښځې شایسته تابان پورې اړه لري.
انځورونه ښيي، چې هغه سخت وهل شوې ده.
د بدخشان ولایت د دې معترضې اوسېدونکې ښځې مستعار نوم شایسته تابان دی. هغې ادعا کړې، چې د طالبانو له لوري د دې د زنداني کېدو له امله یې د پلار زړه درېدلی او مړ شوی دی.
شایستې و ویل: «د پلار مرګ مې د اعتراض تر ټولو دروند زیان وو، خو زه لا هم دلته ولاړه یم تر څو د ښځو غږ شم، خپل غږ چې له ټولنې لرې کړای شوې یم، ان که خپله هم په دې لار کې قرباني شم.»
د ۲۰۲۱ په اګست کې د افغان حکومت له نسکورېدو او واک ته د طالبانو په بیا راتګ سره د بدخشان ښځې او نجونې له لومړنیو ډلو وې، چې د اعتراض غږ یې پورته شو. هغوی له نورو ښځو سره یو ځای د کابل، مزار او هرات په واټونو د «ډوډۍ، کار او خپلواکۍ» شعارونه ورکول. خو ډېر ژر له ځپنې، نیونې، ربړونې او ګواښلو سره مخ شوې.
پر واټونو د ښخو د اعتراضونو له ځپلو سره هم مهاله د بشري حقونو څار ډلې اعلان وکړ، چې طالبان د افغان ښځو د اعتراضونو د ځپلو لپاره له تاوتریخوالي ډک تاکتیکونه کاروي.
بدني او رواني ربړونه، په زور اعتراف، ان جنسي ځورونه هغه څه دي، چې طالبانو د ښځو د اعتراضونو د غلي کولو او ځپلو لپاره ترې کار اخیستی دی.
له متعرضو مېرمنو سره د طالبانو تاوتریخوالي، ډېری هغوی غلي توب یا له هېواده تېښتې ته اړ کړې دي. خو د ښځو اعتراضونه په پټه لا هم دوام لري.
شایستې و ویل: «زه یو له معترضو مېرمنو یم، وهل شوې ټکول شوې یم، د طالبانو زندان ته تللې یم، ګواښل شوې او سپکه شوې یم، خو لا هم ژوندۍ یم او اوس هم وايم، چې موږ ښځې د ټولنې د نیم بدن په توګه حق لرو، خپلواکه ژوند وکړ، درس و وایو او له نارینه وو سره اوږه په اوږه کار وکړو.»
مخکې له دې چې واټ ورته د مبارزې په میدان بدل شي، شایسته په بدخشان کې د ښځو د حقونو له فعالانو څخه وه، هغې کلونه د ښځو د پوهاوي په پروګرامونو کې ګډون کاوه.
د هغې د پېژندنې د وېرې له امله، زندان ته د هغې د تګ د څرنګوالي په اړه کره جزیات له دې راپور څخه لرې کړای شوي دي. خو وايي: «په لومړي ځل مې د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۶ مه (د ۱۴۰۰ د وږي ۴ مه) له یو شمېر نورو نجونو سره په بدخشان کې لاریون درلود. کله چې طالبانو په ځپلو پیل وکړ، موږ د څو مجازي پاڼو په جوړولو سره انځورونه او ویډیوګانې خپرولې. یوه ورځ ماښام طالبانو زموږ په کور یرغل راوړ او زه له کوره وتښتېدم. د تلاشۍ پر ځای کې یې ونیولم او زندان ته یې یووړم. یوه اوونۍ په زندان کې وم، چې ډېرې وحشتناکه ورځې مې تېرې کړې.»
هغې ویلي، هغه طالبان چې زموږ په کور یې یرغل راوړی وو پنځه تنه وو.
شایسته د طالبانو په زندان کې د خپلې یوې اوونۍ تجربې په اړه وايي، څو ځلې د طالبانو د کسانو له خوا د پوښتنو پر مهال وهل شوې او سپکې سپورې یې اورېدلې دي. یوه جمله چې په وار وار د طالبانو د کسانو له خوا هغې ته ویل شوې دا ده، چې «بهرنیان د فاحشې ملاتړ کوي، اوس ورته و وایه چې راشي او ودې ژغوري.»
شایسته ادعا کوي، چې د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې، څو ځلې د دې ډلې د کسانو له خوا تر پلټونو لاندې نیول شوې او د خوشي کېدو لپاره یې شاوخوا ۵۰ زره افغانۍ طالبانو ته ورکړې دي.
د ۱۴۰۲ کال د چنګاښ په ۲ مه، چې کله د کورنۍ له غړو سره د تخار په لوري په سفر تله او په لیني موټر کې یو له مسافرو د طالبانو ستاینه کوله، هغه په غوسې سره و ویل: «د خدای په پار، له کوم عدالت څخه خبرې کوۍ؟ څلور کاله کېږي، چې د افغانستان ښځې زنداني دي، حق نه لري زده کړې وکړي، تاسو له کوم عدالت څخه خبرې کوۍ؟»
هغه نه پوهېده، چې دا مسافر د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر غړی دی. کله چې د شایستې خبرو دغه سړی په غوسه کړ او د دوی دواړو تر منځ لفظي شخړه رامنځ ته شوه، دې سړي له موټر چلوونکي وغوښتل، چې موټر ودروي او هغه کوزه کړي. کله چې شایسته په زور له موټر څخه پلې شوه، هغه سړي خپل پيژند کارت وروښود، چې دی په کلفکان ولسوالۍ کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې غړی وو.
شایسته ادعا کوي، چې په همغه چک پانټ کې یې د طالبانو له یوه محتسب څخه دوه کلکې څپېړې وخوړې: «محتسب دوه کلکې څپېړې په مخ و وهلم او په لوږ غږ یې و ویل، ته د بدخشان له ازادۍ غوښتونکو څخه یې چې ژبه دې دومره تېزه ده؟ ما نور څه ونه ویل، یوازې ځان مې کابو کړ، چې ونه ژاړم.»
هغه وايي، دغه شخړه یې د کورنۍ د غړو په مداخلې پای ته ورسېده.
شایستې له رخشانې رسنۍ سره په خبرو کې و ویل: «د شپې خوبونه وینم، کله په خوب کې بیا د طالبانو په زندان کې وم، غږونه یې لا هم زما په غوږو کې دي.»
شایسته په یوه پنځه کسیزه کورنې کې د بدخشان ولایت په یوه ولسوالۍ کې ژوند کوي. هغه وايي، زیاتې سختۍ یې لیدلې، خو هېڅکله دا بنسټ نه لري، چې د طالبانو ځپلو ته تسلیم شي: «سر مې درد کوي، او کله ان له سختو ورځو د خبرو کولو توان نه لرم، نه دا چې ناهیلې شوې وم، یوازې بدې خاطرې لرم، طالبانو داسې په دا سر په کنداغونو و وهلم او داسې کلکې څپېړې یې سره او مخ ته راکړې، چې ټول یادونه یې درد لري.»
له طالبانو د شایستې د ځورولو او آزارولو وروستۍ تجربه همدا یوه میاشت وړاندې وه. د وږي ۱۶ مه چې د دې په وینا له تخار څخه د بدخشان په لور راتله: «د وږي په ۱۶ مه د تخار له لوري بدخشان ته راتلم، کله چې موټر چک پانټ ته ورسېد، یوه طالب په تاوتریخوالي دروازه را خلاصه کړه، دا چې د موټر ټوله سورلي ښځې وو، له هېڅ اجازې او پوښتنې پرته، دا چې زه وېرېدلې وم، په بېړه مې موبایل پټ کړ، شک یې وکړ، چې زه تومانچه لرم، وروسته یې موټر وپلاټه او زه یې هم تلاشي کړم، خو څه یې پیدا نه کړل او ورسته یې موبایل زما له جېبه راوکښ، په سړک یې وغورځاوه او په پښو یې مات کړ.»
هغه د پېښې د زیاتې روښانتیا په اړه و ویل: «ویل یې وشرمېږه، ښځه یې زیاتې چیغې مه وهه او غلې اوسه؟ ما و ویل، موږ د ژوند حق نه لرو، ان د ساه ایستلو، په غوسه یې چیغې کړې «درته وایم غلې شه فاحشې» دا فاحشه ویل ما ته سخت دردونکی وو، په غم او درد سره چې ټول بدن مې یې نیولی وو، ما هم دوه کلکې څپېړې د طالب پر مخ ورکړې. وروسته دا چې لېوه مې خپله ځان ته راغوښتی وي، په ټوپک او کېبل یې و وهلم، دوه تنه وو، یوازې ژړل مې.»
په (مستعار نوم) ۲۸ کلنه شمسیه او بدخشان کې د ښځو د حقونو فعالې و ویل: «طالبانو نه یوازې معترضې مېرمنې زنداني کړې، بلکې له خوشي کولو وروسته یې هم هغوی له عادي ژوند څخه لرې کړې دي. کله چې ښځه د کار لپاره هېڅ ځای ونه لري، چوپتیا یې پر دوی تحمیلوي.»
د ښځو د حقونو دغه فعاله وايي: «زه بې شمېره معترضې مېرمنې پېژنم، چې د خوړو لپاره یوه ګوله ډوډۍ هم نه لري.»
د شایستې یو خپلوان رخشانۍ رسنۍ ته وايي، دوی د هغې د وضعیت په اړه اندېښمن دي.
دغه سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي و ویل: «شایسته که څه هم ځان ډېر پیاوړی نیسي، خو موږ ټول یې په اړه اندېښمن یو. په لومړیو کې ډېر ورسره موافق نه وو، خو دا چې دې خپله دغه لار غوره کړې، اوس یوازې ورته وایو، ځان ته دې پام کوه.»







