د اګست ۱۵ مه، د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط پنځمه کلیزه ده. هغه پنخه کلونه، چې د میلیونونو ښځو او نجونو ژوند یې په بشپړ ډول اړولی دی. له زده کړې او کار څخه په محرومولو سره، ښخې اوس عملآ په کورونو کې بندیانې دي. طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر نن پورې ۸۰ داسې فرمانونه صادر کړي، چې د ښځو او نجونو په ژوند یې اغېز کړی دی. لاندې د دې امرونو لنډه کتنه لوستلی شۍ.
زده کړې: نجونې په منځنیو ښونځیو یا پوهنتونو کې له زده کړو راګرځول شوې دي. شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي، هغه محرومیت چې هم یې له هغوی فرصتونه اخیستي او هم د هېواد پراختیا په شدت سره محدودوي. دغه راز طالبانو په کال ۲۰۲۴ کې ښځې د طب، نرسنګ او قابله ګۍ له زده کړو منع کړې له هغو مسلکونو چې د دوی لپاره د وروستیو شته دندو څخه وو. د اګست پنځلسمه، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې، د ملګرو ملتونو عملي، کلتوري او ښونیز سازمان (یونسکو) ویلي دي، په دې موده کې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.
کارموندنه: ښځې کابو له ټولو کارموندونو له هغې جملې په بشردوستانه نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو بنسټونو کې له دندې تر سره کولو منع شوې دي. یوازې د ځینو کارونو لپاره د لومړنیو زده کړو او روغتیايي خدماتو په برخه کې محدودې استثناوې شتون لري. د طالبانو د واک تر لاسه کولو مخکې ښخې د دولت یو په څلورمه برخه کارکوونکې، نېږدې ۱۳ سلنه قاضیانې او ۱۶ سلنه څارنوالانې وې. ښځې په ډېرو مسلکونو کې فعاله وې او ګڼ شمېر نورو یې هم خپل کارو بار اداره کولو.
عمومي او سیاسي ژوند: ښځې له عمومي ژوند او تصمیم نیونو څندې ته کړای شوې دي. له سقوط مخکې ښخو د پارلمان یو په څلورمه برخه څوکۍ په واک کې درلودې. همدارنګه طالبانو د مدني ټولنې سازمانونه وځپل. د پارلمان ډېری ښځینه استازې، ښځینه قاضیانې، ښځینه خبریالانې او د ښځو د حقونو فعالې یا جلا وطنه او یا هم پټې شوې.
د تګ راتګ آزادي: ښځې د سفر، د عمومي ترانسپورټ کارونې یا ان روغتیايي مرکز ته د تګ لپاره باید یو نارینه محرم له ځان سره ولري، هغوی همدارنګه له موټر چلولو منع شوې دي. طالبانو په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې نه باید مېړه له اجازې پرته له کوره ووځي.
عمومي ځایونه: پارکونو، له هغې جملې هغه پارکونو ته، چې مخکې د ښځو لپاره ځانګړي شوي وو، ورزشي کلپونو، عمومي حمامونو او نورو تفریحي ځایونو ته د ښځو ورتلل منع شوي دي. همدارنګه ښځې نه شي کولی په کلتوري فعالیتونو کې ګډون وکړي. پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي چې نیمايي ښځې د طالبانو د محدودیتونو له امله، په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځلې له خپل کور څخه د باندې وځي.
پوښښ: ښځې باید په عمومي ځایونو کې د شتون پر مهال ټول بدن او مخ پټ کړي. دوی اجازه نه لري، چې ښکلې جامې واغوندي یا عطر وکاروي. د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې ډېری ځوانو ښځو له ټکري سره غربي جامې اغوستې.
پولیسي څار او سزاوې: طالبانو د زنا د سزا په توګه په عام محضر کې دورې وهل او سنګسارول بېرته رامنځ ته کړل، که څه هم تر اوسه روښانه نه ده، چې سنګسار تر سره شوی که نه، خو د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۱۴۰۱ کال په لړم میاشت کې قضیانو ته امر وکړ، چې د «حد او قصاس» احکام پلي کړي، هغه احکام چې کېدای شي د بدن د غړي پرې کول او ان په عام محضر کې سنګسار په کې شامل دي. په ورته وخت د طالبانو د امربالمعروف ځواکونو په مکرر ډول ښځې د جامو د مقرراتو او نورو قواعدو څخه د سرغړونې په جعلي پلمو ځوروي او نیسي یې د طالبانو په زندانونو کې په ښځو د تېري او تعرض ګڼ رپورونه خپاره شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) په یوه راپور کې ویلي، طالبانو هغه امنیتي ځواکونه چې د خلکو په ربړولو او ورسره په بد چلند تورن دي، له ځواب ویلو او نیولو پرته د دې ډلې تر تعقیب لاندې نه دي شوي.
عدلت ته لاسرسی: ښځې هېڅ ډول قضايي کړنلاره نه لري، چې په دوی باندې د ډېری محدودیتونو په وړاندې اعتراض وکړي. د پخواني حکومت له خوا د کورنیو شخړو او د کورني او جنسي تاوتریخوالي د قضیو د حل لپاره د پولیسو رامنځ ته شوې ځانګړې قطعې او محکمې لغو او عملآ د ښخو له خوا د طلاق غوښتې مخیوی کوي.
رسنۍ: په ځینو ولایتونو کې د انځور خپرولو او د ښځو په غږ بندیز لګېدلی دی. په نورو ولایتونو کې ښځې باید په تلوېزیونونو کې خپل مخ پټ کړي. هغوی نه شي کولی د نارینه ویاندویانو تر څنګ راښکاره شيی یا په ګډو خبري سټېډیوګانو کې کار ورسره وکړي. ښځینه خبریالانې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له محدودیت سره مخ دي. هغوی د طالب چارواکو سره مرکو کولو یا په خبري ناستو کې له ګډون کولو منع شوې دي، د تلوېزیونونو په ننداریزه خپرونو کې هم د ښځو په شتون بندیز لګېدلی دی.
لوبې: ښځې او نجونې ورزش او په سیالیو کې له ګډون کولو منع شوې دي. د هېواد ښځینه لوبغاړې په جلاوطنۍ کې په لوبو کې ګډون کوي. د طالبانو په لاس د هېواد له سقوط وړاندې په لویو ښارونو کې د ښځو ورزشي کلپونو خورا ډېر مینه وال پیدا کړي وو.
د ماشومانو ودونه: له زده کړو د نجونو ممنوعیت او زیاتېدونکې بېوزلۍ د دې لامل کېږي، چې ډېری والدین خپلې لوڼې په کم عمر کې په مېړه ورکړي. هغه فرمان چې د می په میاشت کې خپور شو، کورنیو ته اجازه ورکوي، چې خپلې لوڼې ان په ۹ کلنۍ کې واده کړي. د هغه معلوماتو پر اساس یونیسف په کال ۲۰۲۳ کې خپاره کړي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۹ سلنه نجونې په ۱۸ کلنۍ کې او کابو ۱۰ سلنه د هغو په ۱۵ کلنۍ کې ودونه کوي.
د مور او ماشوم مړینه: افغانستان په نړۍ کې یو له هغه هېوادنو دی، چې د د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده او دا پدیده ورځ تر بلې زیاتېږي. اغېژمن عوامل یې کولی شو، د ماشومتوب ودونو زیاتوالی او کمزوري روغتیايي خدمات وګڼو. د قابله ګۍ په روزنه بندیز د مور او ماشوم د مړینې خطرونه نور هم زیات کړي دي.
عمومي روغتیايي خدمات: د نجونو په زده کړو بندیز د ښځینه ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو د روزنې او برابرولو بهیر ټکنی کړی او د ښځو پر روغتیايي خدماتو یې ناوړه پایلې لرلې دي. هغه مقررات چې ښخې دې ته اړ کوي، چې روغتیايي مرکز ته د مراجعې پر مهال باید محرم له ځان سره ولري او د روغتیايي برخې ښځینه کارکوونکې اړ دي، چې د ناروغ کور ته د ورتګ لپاره محرم باید له ځان سره ولري. دې بندیزونو او مقرراتو روغتیايي خدماتو ته د ښځو لاسرسی سخت محدود کړی دی.
د بیان آزادي: خبریالان او د ښځو د حقونو فعالان د وېرې، خپل سرو نیونو، بندي کېدو او ربړولو له خطرونو سره مخ دي. پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په درشل کې، د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) ویلي، چې په دې موده کې یې د خبریالانو او رسنیو له آزادۍ د سرغړونو له ۱۰۰ څخه زیاتې پېښې ثبت کړې، چې د رسنیو د آزادۍ ځپلو پروسې د دوام ښکارندويي کوي، طالبانو د ښځو اعتراضي غونډې ځپلې، چې تازه پېښه یې هرات کې رامنځ ته شوه.
د «امربالمعروف» قانون: طالبانو په کال ۲۰۲۴ کې اعلان وکړ، چې ښځې نه باید په عام محضر کې کوم متن په لوړ اواز و وايي، سندره ووايي یا هم خبرې وکړي. د دې ډلې «امربالمعروف» پورې اړوند قوانین حکم کوي، چې ان په کور د ننه د ښځې سندره ویل یا په لوړ غږ څه لوستل واورېدل شي، ځکه د هغوی غږ د وسوسې لامل دی. له کوره د باندې په خبرو کولو پابندي تر اوسه نه ده پلې شوې.
ښځینه سینګارتونونه: طالبانو ښځینه سینګارتونونه تړلي دي. دا ځایونه نه یوازې د ښځو د ټولنیز کولو لپاره مهم وو، بلکې په رزګونو ښځو ته د کار زمینه هم په کې برابره شوې وه.
د واده مراسم: ښځې اجازه نه لري، چې د واده یا هم د کوژدې د مراسمو لپاره ځان سینګار کړي، وېښتان لنډ کړي یا عطر و وهي. موسیقي بنده ده او خلک د سندرو ویلو یا نڅا کولو اجازه نه لري. جوړه نه شي کولی نور خپلې چلې یو له بل سره بدلې کړي، هغه دود چې طالبان یې د مسحیانو رواج بولي.







