سینا سعیدي
د غرمې کابو ۱۰ بجې او ۴۷ دقیقې، له پل سرخ څخه د پل سوخته په لور حرکت کوم. تصمیم لرم، پنځلس دقیقي لار پلې لاړه شم. د فاینست «سرای غزني» کوڅې سر ته ورسېدم، د پل سرخ له لوري یو موټر په سرعت سره د راتلو په حال کې وو. د طالبانو بیرغ پرې نښلېدلی او په پښتو ژبه یو ثبت شوی نعت ترې خپرېده. نور موټران د هغه موټر تر څنګ تېر شول. موټر د اوږدو وېښتو لرونکو کسانو، چې کندهارۍ خولې یې په سر وې، په چټکۍ سره د پل سوخته لور ته ولاړ، د سرای غزني د یوې سوداګریزې- استوګنې د یوې لوړې ودانۍ پر سر د طالبانو سپین بیرغ لګېدلی وو. کمزوری باد د لګېدو په حال کې وو او د بیرغ څنډې یې رپولې. له پرونه راپدېخوا د پل سرخ په لار د ټولو لګېدلو څراغو په سر د طالبانو بیرغ ځورنډ شوي، د دې لارې په اوږدو کې د یو شمېر هټیو پر سر هم د طالبانو سپین بیرغونه لیدل کېږي. د ترافیکو د غرفو ، په څلور لارو او د نانوایۍ تر شا شاوخوا سلګونو ښځو، سړیو او ماشومانو صفونه جوړ کړي وو. یوه سړي چې آیفون تلېفون یې درلود د زینې له سره د هغوی ویډیو کوله او یوه بل سړي پلاستیکي کڅوړې، چې په هغه کې پنځه دانې وچې ډوډۍ وې، هغوی ته ورکولې. هغه ښځه چې زما تر مخ روانه وه، خپلې ډوډۍ یې شمارلې او بلې ښځې ته یې و ویل: «[ماښام] ته بیا څه ډول د اولادونو ګېډه مړه وم؟ دا خو یې غرمې ته هم بس کېږي.»
د غرمې ۱۱ بجې او ۲ دقیقې. پل سوخته ته ورسېدم. ښار د نورو ورځو په څېر نه دی، ګڼه ګوڼه ده او ډېر خلک د تګ راتګ په حال کې دي. مخکې ورځې د ترافیکو له څو مامورینو پرته، نور ځواکونه نه لیدل کېدل. خو نن ورځ د طالبانو وسله وال ځواکونه د پل سوخته په څنډو کې لیدل کېدل. په ټونس موټر کې سپرېږم. ټونېسان یوازې د جمعې په ورځ حق لري سوارلي یوسي. د جمعې ورځ استثنا ده. یو ځوان سړی چې د ټونس چلوونکی دی، له یوه سړي سره چې زما شا ته ناست دی خبرې کوي: «ولا هېڅ کار و بار او غربي نشته، دا دی غرمه شوه خو ما یوه پېره کړې او اوس هم د برچې لور ته خالي ځم. نورې ورځې خو د راوتو اجازه نه راکوي… [سپکه کلیمه یې وکاروله] خلک په ټونس کې د سپرېدو توان نه لري. د دې دولت په پلار، چې دا ورځ یې په خلکو راوستې ده. خلک تر پوزې راغلي، تر پوزې.»
هغه ځوان کس چې زما تر شاه ناست دی، له خبرو یې ښکاري، چې د خبرو پیل کولو ته انتظار وو. هغه د موټر چلوونکي د خبرو تر اورېدو وروسته و ویل: «ولا رښتیا وايي په خدای. په هېڅ کار کې ډوډۍ نه ده پاتې. دا دی زه خپله مستري یم. په خدای په دې ورځو کې دومره اوزګار یم، چې هېڅوک نه راګرځي. بیخي حیران یم، چې څه ډول د خپلې ښخې او زوی ګېډه مړه کړم. دا … [سپکه کلیمه یې وکاروله]. په خلکو یې ډېر ظلم وکړ. بده یې مه اخله، موږ هم ډېر بې غیرته شوي یو چې دا وضعیت زغمو.» شیشه لږ ښکته کوم تر څو مې په مخ باد ولګېږي. د سړک تر څنګ یو موټر ولاړ دی، دوه تنه چې په ټنډو یې سپینې پټې تړلې، په بېلا بېلو اندازونو په خلکو سپین بیرغونه وېشي. یو له هغو یو سپین بیرغ د یوه معیوب سوالګر سړي په ویلچر نښلوي. له ځان سره وایم: «داسې حال او ورځې ته رسېدلي، چې درناوی له سوالګر نه په سوال غواړي.»
د غرمې ۱۱ بجې او ۱۰ دقیقې. د محد علي جناح روغتون په لوحه لیکل شوي وو: «د زمري ۲۴ مه د فتحې ورځ مو مبارک!»
له غرمې وروسته ۱۲ بجې او ۳۶ دقیقې. د جمعې له لمانځه وروسته، د دشت برچي د نقاش په سیمه کې د جومات لاډ سپیکر روښانه شو. د جوما ملا د خدای له حمد او ثنا ویلو وروسته، په پیغمر او یارانو یې په لوږ غږ درود و وایه او وروسته یې د انسان د پیدایښت د فلسفې په اړه وینا وکړه. هغه په لوړ غږ ویل: «زموږ په هېواد کې آزادۍ آسانه نه ده تر لاسه شوې. په هېواد کې زرګونو کسانو وینه ورکړه تر څو موږ او تاسو د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو له استعمار څخه آزاد شو. زموږ مجاهدین شل کاله وجنګېدل تر څو موږ او تاسې د اسلام تر بیرغ لاندې ژوند وکړو.» د جومات ملا له لږ څنډ وروسته خپلې وینا ته دوام ورکړ: «وروڼو او مسلمانانو خدای په قرانکریم کې فرمایلي دی، چې د ظلم، بې عدالتۍ او کفر په وړاندې قیام وکړۍ. په تېرو شلو کلونو کې زموږ او تاسو هېواد د کفارو له خوا اشغال شوی وو. هغوی زموږ په کورونو تېری کړی وو، زموږ په ښخو او ناموس یې تېری کړی وو، خو زموږ مجاهد وروڼه د هغوی په وړاندې ودرېدل او جهاد یې وکړ. زموږ زرګونه تنه مجاهدین، زموږ له کورونو، ښخو، ناموس او اولادونو په دفاع کې د کافرانو په وړاندې د شهادت درجې ته ورسېدل. الحمدالله اوس زموږ او تاسو هېواد آزاد شوی او موږ د اسلام تر بیرغ لاندې ژوند کوو. پر موږ او تاسو فرض ده، چې د اسلام د بیرغ تر سیوري لاندې ژوند په قدر پوه شو.»
له ماسپښین وروسته ۱ بجه او ۱۰ دقیقې. د نانوایۍ لور ته تلم. یوه ښځه په مخه راغله. تورې اوږدې جامې یې پر تن وې. درې موټر سایکلونه، چې په هر یوه دوه دوه تنه ناست وو، په چټکۍ زما تر څنګ تېر شول او ښځې ته ور نېږدې شول. ښځه د موټر سایکل سپرو له ګرندي تګ او لوړ غږ څخه و وېرېده او د سړک تر غاړې ونې څنګ ته ودرېده.
هغه درې موټر سایکلونه په داسې حال کې، چې سپین بیرغونه پرې تړلي وو او باد رپول، خپله لار یې بل لوري ته کږه کړه او له سترګو پناه شول. ښځې چې یوه ډوډۍ په لاس کې درلوده، هغه سړي ته په مخ اړولو چې تر ونې لاندې ناست وو، و ویل: «په رڼا ورځ د خلکو د وژلو قصد لري. که مې ځان نه وای ترې چپ کړی، وهلې یې وم. دوی د خپلې خپلواکۍ په ورځ لا وحشیان شوي دي.» او بیا یې پوښتنه وکړه: «په دې کورونو کې څوک خیرات نه ورکوي؟»
له هغې لږ لرې، یوه ښځه د سړک په منځ کې ولاړه وه. سم په همغه ځای کې، چې موټر په کې له «جمپه» د تېرېدو لپاره سوکه کېږي. د طالبانو په بیرغونو پوښلي څو موټر یې تر څنګ تېر شول. د تورو جامو واله ښځې د مرستې غوښتنې غږ د پښتو ترانو په غږ کې ورک شو، موټر یو په بل پسې تېر شول، خو هېڅ یو یې هم د هغې ښځې سره د مرستې په موخه ونه درېده.







