د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کې، په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه اعلان کړی، چې طالبان نیول شوي هزاره خبریالان خپل دښمنان بولي او له هغوی سره بد چلند کوي.
رخشانه: په دې راپور کې، چې نن (پنشنبې د لړم اوله) خپور شوی له یوه هزاره خبریال څخه په نقل راغلي، طالبانو ده ته ویلي، هر وخت چې وغواړي له منځه یې وړای شي.
د بشري حقونو د څار په راپور کې راغلي، طالبانو د یوه خبریال د نیولو پر مهال هغه ته سپکاوی کړی او ویې ویل: «د هزاره زوی څنګه جرات کړی، چې زموږ پر ضد خبرې وکړي؟ موږ له امریکایانو جګړه ګټلې، ته څوک یې؟ زموږ لپاره هڅې شی نه یې! هر وخت چې وغواړو کولی شو تا و وژنو.»
په راپور کې راوړل شوي، ځینې مواردو کې د طالبانو محکمې خبریالان محاکمه کړي او ان هغه کسان چې د کافي شواهدو د نشتوالي له امله برائت ورکړل شوی هم د نیولو پر مهال ربړول شوی او بد چلند ورسره شوی دی.
یو هزاره خبریال چې د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو او بهرنیو بنسټونو ته په جاسوسۍ د دې ډلې له خوا تورن شوی وو، ویلي څوک جرات نه کوي، چې د یوه خبریال وکیل شي.
د بشري حقونو څار ډلې ویلي دوی د افغانستان د ننه له ۱۸ او بهر کې له ۱۳ خبریالانو سره د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.
د بشري حقونو د څار سازمان د آسیايي برخې څېړونکې فرشته عباسي وايي، افغانستان کې د نارینه خبریالانو په پرتله ښځینه خبریالانو زیات زیان لیدلی دی.
یاد بنسټ په خپل راپور کې په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو وضعیت ته په اشارې ویلي، په ډېری ولایتونو کې طالب چارواکو عملآ ښخې په رسنیو کې له کار کولو منع کړې دي.
راپور کې راوړل شوي، ښځینه خبریالانې اړ شوې د کار کولو لپاره بشپړ حجاب ولري، مخ بند (نقاب) واچوي او اجازه نه لري، چې له نارینه همکارانو سره په یوه دفتر کې کار وکړي.
په راپور کې راغلي، په یو شمېر ولایتونو کې ښځینه خبریالانې ناچاره شوې، چې یوازې د ښخو اړوند پروګرامونو کې کار وکړي. هغوی د سیاسي، امنیتي او یا هم د بشري حقونو د موضوعاتو اړوند خبرونو له پوښښ څخه منع کړای شوې دي.
د راپور له مخې، په کندهار، پکتیا، خوست او ننګرهار کې ښځینه خبریالانې «له سره د کار کولو اجازه نه لري» یوې ښځینه خبریالې ویلي دي: «په کندهار کې هېڅ ښځینه خبریاله په تلوېزیون یا راډیو کې کار نه کوي.»
د راپور پر بنسټ ډېری ښځینه خبریالانې په سیمه ییزه کار کولو یا له طالب چارواکو سره د مرکو پر مهال د هغوی د ساتونکو له خوا ګواښل شوې او سپکاوی ورته شوی دی. یوې ښځینه خبریالېویلي، کله چې د یوه راپور د جوړولو لپاره د طالبانو یوې ادارې ته لاړه، ناڅاپه هغې ادارې دې ته و ویل، چې کور ته ولاړه شي او «دا ځای د ښځو لپاره نه دی.»
طالبانو ښخې، په خبري کنفرانسونو، ورکشاپونو او ښوونیزو ناستو کې له ګډون منع کړې دي. په هرات کې یوې ښځینه خبریالې ویلي دي، چې د خبریالۍ د یوې ښوونیزې دورې لپاره یې نوم لیکنه وکړه، خو «طالبانو دې ته امر وکړ، چې هېڅ ښخه په دغه دوره کې د ګډون حق نه لري.»
د بشري حقونو څارډلې ویلي، پر رسنیو، ښځینه خبریالانو او رسنیزو فعالیتونو د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شوي، چې ډېری د هغو یا کار پرېږدي او یا هم له هېواده د باندې ولاړ شي.
طالبان د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته په راګرځېدو د رسنیو او رسنیزو فعالیتونو، پر رسنیو څار او سانسور په سختو محدودیتونو لګولو سره د لسګونه غږیزه، تصویري او چاپي رسنیو د بندېدو لامل شوي دي.
د بشري حقونو څار ډلې ویلي، طالبانو په دې موده کې لسګونه خبریالان، کارکوونکي او د رسنیو فعالان نیولي، بندیان کړي او د هېواد رسنۍ یې له د ننه له منځه وړې دي.
دغه بنسټ د «بې پولې خبریالانو» سازمان له قوله راپور ورکړی، چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو څو میاشتو کې له ۴۰ تر ۶۰ سلنه خبري رسنیو په افغانستان کې خپل فعالیت بند کړی دی.
په ۲۰۲۲ کې په رسنیو کې د کارکوونکو شمېر هم شاوخوا له ۴ زره تنو کابو ۲ زره تنو ته راټيټ شوی دی. د ښځو په اړه د هغوی شمېر له شاوخوا ۱ زر څلور سوه څخه زیاتو کسانو او یوازې په ۲۰۲۴ کې ۶۰۰ تنو ته رسېدلی دی.
د بشري حقونو څار ډلې له طالبانو غوښتي، چې ښځینه خبریالانو ته په رنسیو کې د فعالیت اجازه ورکړي او په کاري چاپېریال کې له نارینه همکارانو سره د کار او خبري پوښښ په اړه محدودیتونه لرې کړي.
دغه بنسټ همدارنګه له طالبانو غوښتي، چې نیول شوي خبریالان ژر تر ژره خوشي کړي او د هغوی د کورنیو له ګواښلو ډډه وکړي.
د بشري حقونو څار ډلې له نړیوالو بنسټونو او رسنیو ملاتړکوونکو څخه غوښتي، چې د افغانستان له خپلواکه رسنیو، خبریالانو په ځانګړې توګه له ښځینه خبریالانو ملاتړ وکړي.
دغه راز یاد بنسټ له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د خبریالانو له ستنولو ډډه وکړي.
همدارنګه د بشري حقونو څار ډلې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي غوښتي، چې د طالبانو له لوري د بیان آزادۍ د سرغړونو او خبریالانو د ربړونې په اړه پلټنې وکړي.







