د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په څلورو ولایتونو کې شپږ تنه په دورو وهلي

23 اکتوبر 2025
طالبانو د شپږو ښځو په ګډون ۲۳ تنه په درې ولایتونو کې په دورو وهلي دي

AFP

طالبانو روانه اوونۍ په پکتیکا، فاریاب، غزني او کاپیسا ولایتونو کې شپږ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان د «غلا، نامشروع اړیکې او اخلاقي فساد» په تورونو په دې څلورو ولایتونو کې د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي دي.

یکشنبې د (تلې ۲۷ مه) دوه تنه د «غلا» په تور د پکتیکا ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې له ۳۳ تر ۳۹ دورې وهل شوي او په یوه نیم او دوه کالونو تنفذي بند محکوم شوي دي.

دوشنبې د (تلې ۲۸ مه) دوه تنه د «نامشروع اړیکې» په تور د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي او په یوه کال تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

سه شنبې د «تلې ۲۹ مه» یو تن د «غلا» په تور د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې ۳۹ دورې وهل شوی او ۱۲ کاله تنفذي بند هم ورته اورول شوی دی.

د چهارشنبې په ورځ د (تلې ۳۰ مه) یو تن د «نامشروع اړیکې او اخلاقي فساد» په تور د کاپیسا ولایت حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې ۳۹ دورې وهل شوی دی.

معلومه نه ده، چې دغه کس په څومره وخت تنفذي بند محکوم شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

طالبانو اوونۍ وړاندې په لغمان، زابل او بلخ ولایتوو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ تنه په بېلا بېلو تورونو د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي وو.

دغه راز طالبانو تېره اوونۍ په شپږو ولایتونو کې د څلورو ښځو په ګډون ۲۴ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله د خلکو پر وړاندې په دورو وهلي وو.

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه