د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

نیلا ابراهیمي د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د ځوانو رهبرانو په ډله کې

25 اکتوبر 2025
نیلا ابراهیمي د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د ځوانو رهبرانو په ډله کې

د افغانستان یوه ځوانه نجلۍ، نیلا ابراهیمي د ۲۰۲۵ میلادي کال د دوامداره پراختیايي اهدافو (SDGs) د ځوانو رهبرانو پروګرام لپاره په وروستي نوملړ کې راغلې ده.

رخشانه: ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د روان کال په پیل کې د عامه غوښتنو وروسته، د نوم لیکنې لپاره دوی له ۱۵۰زیاتو هېوادونو څخه له ۳۳ زره زیات غوښتنلیکونه تر لاسه کړل، چې له دې ډلې ۱۷ کسان د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د دوامداره پراختیايي اهدافو (SDGs) لپاره د ځوانو رهبرانو په توګه غوره شول.

ملګرو ملتونو ویلي، دا ټول کسان د ۱۶ او ۳۳ کلونو ترمنځ عمر لري، چې په کې بنسټ اېښودونکي، ټولنیز فعالان، د سولې جوړونکي، او هغه متشبثین شامل دي، چې د دوامداره پراختیايي مسلو لکه د جنسیت برابري، بشري حقونو، د اقلیم بدلون، سولې او امنیت په اړه کار کوي.

نیلا ابراهیمي نن (شنبې د لړم ۳ مه) په خپل انسټاګرام پاڼې د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، چې د ۲۰۲۵ کال د «دوامداره پراختیايي اهدافو (SDGs) لپاره د ملګرو ملتونو د ځواونو مشرانو» یو له ۱۷ کسانو څخه ټاکل شوې ده.

هغې ویلي، د ملګرو ملتونو د ځوانو مشرانو په توګه د غوره کېدو مانا یې دا ده، چې «د یوې عادلانه او دوامداره نړۍ د جوړولو لپاره په نړیوالو هڅو کې برخه اخلي.»
دا پروګرام دوه کالن دی او غوره شوي کسان به په راتلونکو دوو کلونو کې د ملګرو ملتونو او د هغو د ګډونوالو سره نېږدې کار کوي، تر څو د دوامداره پراختیايي اهدافو تر لاسه کولو لپاره د افرادو د حقونو لپاره وکالت وکړي.

نیلا ابراهیمي تېر کال د ښځو او نجونو د حقونو د هڅو لپاره د ۲۰۲۴ کال د ماشومانو د سولې نړیواله جایزه هم تر لاسه کړې وه.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه