د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت لا هم مخ په خرابېدو دی

25 اکتوبر 2025
یوناما: له ښځینه کارکوونکو پرته نه شو کولای اړمنو ته خدمات وړاندې کړو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی (یوناما) په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت «همدارنګه مخ په خرابېدو» دی.

رخشانه: یوناما تېره ورځ (جمعه د لړم ۲مه) د «ملګرو ملتونو د ورځې او د دغه سازمان د اتیایمې کلیزې په مناسبت» لیکلي، دا مهال «افغانستان له ژورو ستونزو سره مخ دی.»

د یوناما په اعلامیه کې راغلي، افغانستان کې بشري ناورین په نړۍ کې یو له تر ټولو سختو ناورینونو څخه دی، چې په کې د دغه هېواد دوه پر درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دې بنسټ په وینا، د بودېجې د تمویل کموالی، بېړنیو اړتیاو ته رسېدنې او په افغانستان کې حیاتي مرستو ته ژمن دي.

یوناما د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو، کار او په عمومي ځایونو کې د شتون محدودیتونو ته په اشارې لیکلي، د طالبانو تر واک لاندې ښځو او نجونو وضعیت مخ په خرابېدو دی او دغه [محدودیتونو] د خلکو بنسټیز حقوق او د دې هېواد راتلونکې کمزورې کوي.

دغه بنسټ ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون، وچکالۍ، سېلابونو او د چاپېریال د خرابوالي په څېر ننګونو سره سره، د کاونډیو هېوادونو څخه د میلیونونه کډوالو راستنېدو په هېواد کې شته ناورین څو چنده سخت کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

یوناما ویلي، دوی به د ټولو ښېکلو خواوو سره د هر اړخیزه حکومتولۍ ملاتړ، د بشري حقونو خوندیتوب او د افغانانو لپاره د نړیوالو ملاتړ زیاتولو لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالله ځانګړې اتسازې او په هېواد کې د بشري مرستو همغږې کوونکې اندریکا راټواټ ویلي، هغه به د افغانانو سره پاتې شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر په نړیواله ټولنه غږ کړیو چې د «یو سوله ایزه، سوکاله، ټولګډونه او تل پاتې افغانستان په لور کار وکړي.»

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه