د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کونړ او پروان کې ترافیکو پېښو د شپږو تنو ژوند واخیست

25 اکتوبر 2025
کونړ او پروان کې ترافیکو پېښو د شپږو تنو ژوند واخیست

کونړ او پروان ولایتونو کې د دوه جلا ترافیکي پېښو له امله د دوه ښځو، دوه ماشومانو او دوه نارینه وو په ګډون شپږو تنو ژوند له لاسه ورکړی او د دوه ښځو په ګډون شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: کونړ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وايي، د دې ولایت په اسمار ولسوالۍ کې سیند ته د یوه کرولا موټر د لوېدو په پېښه کې یوې ښځې او خاوند ژوند له لاسه ورکړی او دوه ماشومان یې ورک شوي دي.

دغه پېښه تېره ورځ (جمعه د لړم ۲ مه) د اسمار ولسوالۍ د شابل په کلي کې د موټر چلوونکې د بې پروایۍ او د یوې «سراچه» موټر له سړکه د اوښتو او سیند ته د لوېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا، د دې پېښې په ترڅ کې یو ښځې او خاوند یې ژوند بایللی، دوه ماشومان یې ورک دي او د دوه ښځو په ګډون شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

کونړ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، په سیند کې ورک شوي ماشومان دوه او اته کلن دي.

هغه د دې ترافیکي پېښې د ټپیانو د هویت او روغتیايي وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ کې سرچینې وايي، د دې پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو.

د سرچینو په وینا، دغه موټر د اسمار ولسوالۍ د شابل د کلي اوسېدونکي سخي مولا اړوند موټر وو او کور ته د تګ پر مهال سیند ته لوېدلی دی.

دغه راز په یوه بله ترافیکي پېښه کې، چې د پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې رامنځ ته شوې، د یوې ښځې، دوه ماشومانو او یوه نارینه په ګډون څلورو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

پروان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، دغه پېښه تېره شپه (جمعه د لړم ۲ مه) ۸:۳۰ بجې د چاریکارو په رباط شهر سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

دغه ترافیکي پېښه له یوه باروړونکي موټر سره د یوه کرولا موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د کرولا موټر چلوونکې یوه ښځه وه او له چاریکار څخه د کابل په لور په حرکت کې وه، چې په لومړیو کې موټر له سړکه اوښتی او وروسته یې له باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی.

د دې ترافیکي پېښې په پایله کې موټرچلوونکې ښځه، د هغې دوه ماشومان او یوه بل تن سورلي ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه