د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ملګري ملتونه: افغانستان کې له هرو لسو ښځو اته تنه له زده کړو او کار بې برخې دي

27 اکتوبر 2025
ملګري ملتونه: افغانستان کې له هرو لسو ښځو اته تنه له زده کړو او کار بې برخې دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) اعلان کړی دی، چې افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته له رسېدو وروسته، له هرو لسو ښځو اته تنه له زده کړو او کار څخه بې برخې کړای شوې دي.

رخشانه: یاد سازمان نن (یکشنبې د لړم ۴ مه) ویلي، د «۲۰۲۴ افغانستان د جنستي شاخص» د راپور پر بنسټ، افغانستان کې له هرو لسو ښځو اته تنه یې د تحصیل، کار او زده کړو څخه محرومې شوې دي.

د ۲۰۲۴ افغانستان د جنسیتي شاخص راپور د «ژوند او روغتیا، زده کړو او مهارتونو روزنې، کار او مالي ګډون، په پرېکړو کې ګډون، خپلواکي او تاوتریخوالي» برجې څېړلې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، طالبانو د پرلپسې فرمانونو او محدودیتونو په پلي کولو سره د ښځو د حقونو ملاتړ کوونکی جوړښت سره پاشلی او د هغوی اساسي خپلواکۍ یې په نښه کړې دي.

دغه بنسټ زیاته کړې، افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې پر محدودیتونو پلي کولو سربېره، د طالبانو د امربالمعروف قانون خپروای او په طبي انسټېټیوټونو کې د هغوی مخنیوی د «ښځو پر وضعیت او په ټول کې په هېواد کې پر جنسیتي برابرۍ اغېز کړی دی.»

راپور کې راوړل شوي، افغانستان په ټولو هغو شرایطو کې د پام وړ کمښت کړیو چې د جنسیت برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره خورا ټاکوونکی رول لري. سختې ننګونې او سیستماتیک خنډونه د ښځو حقونه او خپلواکي محدودوي، چې د جنسیت تشې ژورېدو او د ښځو لپاره د ژوند شرایطو کې په ټولنیزه توګه د خرابوالي لامل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې پر دوام ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان د ورکړل شویو معلوماتو سره سم، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ژوند لپاره د ښځو هیله، ۸۴.۱ او د نارینه وو لپاره ۸۶.۴ سلنه وو.

دغه بنسټ په ښوونځیو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر وړاندې د محدودیتونو وضع کولو ته په اشارې ویلي، دغه محدودیتونه د دې لامل شوي، تر څو په ثانوي زده کړو کې له ۱۸ کلنو پورته نجونو کچه صفر ته ورسېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

راپور د طالبانو کابینې ته چې یوه ښځه هم په کې شتون نه لري په اشارې ویلي، د پرېکړو په لورو او د [طالبانو په کابینه کې] د ښځو د استازي نه شتون د ښځو د غږ غلي کېدو لامل شوي او دې کار د هغوی د ژوند فرصتونه او ټولنیزه هوساینه ترې وړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، هغه فزیکي او جنسي تاوتریخوالي، چې افغان ښځې ورسره مخ دي، د نړۍ د اوسط په پرتله درې چنده ډېر دي. په دې تاوتریخوالي کې ناموسي وژنې، جبري او کم عمرونه ودونه او کورنۍ تاوتریخوالی شامل دي.

دغه بنسټ زیاته کړې «د قانوني ملاتړ او خوندیتوب سیستم نشتوالي او د طالبانو له خوا د جنسیتي توپیر محدودیتونو لګول، ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي او د هغې د ناوړه پایلو سره ډېرې زیانمنې کړې دي.»

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې وړاندوینه کړې، چې که په افغانستان کې د ښځو د حقونو کړکېچ ته رسېدنه ونه شي او «د ښځو او نارینه وو تر منځ د برابرۍ اړتیا د یوه ملت د پرمختګ لپاره د یوه مهم عنصر په توګه ونه پېژندل شي، نو د پراختیايي شاخصونو په برخه کې به د افغانستان نمره کمه شي.»

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه