د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما: د انټرنېټ او مخابراتي شبکو په ۴۸ ساعته بندیز کې یوه نوزېږدي او شپږو ماشومانو ژوند بایللی

29 اکتوبر 2025
یوناما: د انټرنېټ او مخابراتي شبکو په ۴۸ ساعته بندیز کې یوه نوزېږدي او شپږو ماشومانو ژوند بایللی

انځور: یونیسف افغانستان.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه راپور کې لیکلي، د طالبانو له لوري د انټرنېټ او مخابراتي شبکو د ۴۸ ساعته بندښت پر مهال، په دریو ولایتونو کې یوه نو زېږدي او شپږو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

رخشانه: دغه راپور په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د روان میلادي کال د جولای تر سپټمبر میاشتې پورې ارزولی او نن (سه شنبې د لړم ۶ مه) خپور شوی دی.

یوناما په خپل راپور کې لیکلي، د طالبانو له لوري په ټول هېواد کې د انترنېټ او مخابراتي شبکو ۴۸ ساعته بندښت په بغلان کې د یو نو زېږدي، په زابل کې د دریو ماشومانو او په بادغیس کې هم د دریو ماشومانو د مړینې لامل شوی دی.

دغه ماشومانو د «له ډاکترانو سره د اړیکو نه ټینګېدو، په ټاکلي وخت د وینې نه برابرېدو او امبولانس ته د لېږد په خاطر د پیغام په ځنډ رسېدو» له امله ژوند بایللی دی.

یوناما په خپل راپور کې د طالبانو د حکومت له لوري د پنځه کلنې ستراتېژۍ تصویب ته په اشارې وايي، په دې پروګرام کې «په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې منظم تبعیض او خنډونو ته د رسېدنې» په اړه هېڅ اشاره نه ده شوې.

د دغه بنسټ په راپور کې لیکل شوي، د طالبانو له لوري په هېواد کې د انټرنېټ او مخابراتي شبکو ۴۸ ساعته بندښت «روغتیايي او بېړنیو خدماتو ته د نه لاسرسي، مخابراتي ګډوډۍ، د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو سختوالي، په سوداګریزه او بانکدارۍ او بشري خدماتو په برخو کې د ګډوډۍ» لامل شوی دی.

د یوناما د راپور پر اساس په هېواد کې د انټرنېټ او مخابراتي شبکو ۴۸ ساعته بندښت، د هېواد د وګړو په رواني حالت هم منفي اغېز کړی دی.

یوناما په خپل راپور کې پر دوام ویلي، د طالبانو دغه اقدام د دې لامل شوی وو، هغه رسنۍ چې خپرونې یې په نېټ پورې تړلې وې، خپلې خپرونې په بشپړه توګه بندې کړي.

د یوناما د راپور پر اساس دغه راز د طالبانو دې اقدام په زلزله ځپلو سیمو کې زیانمنو کسانو ته د بشري مرستو رسولو لړۍ، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو راستنېدو او په بشري مرستو پورې تړلو ټولو فعالیتونو باندې هم منفي اغېز کړی وو.

دغه راز یوناما ویلي، طالبانو د روان میلادي کال په اګست میاشت کې ۲۰ عنوانه کتابونه ممنوع اعلان کړي او په ټولو پوهنتونو کې یې د دې کتاب په لوستلو بندیز لګولی دی.
ډېری دغه کتابونو کې د خبریالۍ، حقوقي، تاریخي، سیاسي او اقتصادي کتابونه شامل دي، چې د ایراني لیکوالو او خپرندویانو دي. همدارنګه طالبانو په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې د ښځو له خوا د لیکل شویو کتابو تدریس هم بند کړی دی.

یوناما په خپل راپور کړې وايي، په رسنیو کې د ښځو شتون مخ پر کمېدو دی او کم شمېر ښځینه خبریالانې چې په رسنیو کې فعالیت کوي، له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د یوناما په راپور کې راوړل شوي، طالبانو د روان میلادي کال د اګست په ۲۶ مه، د یوې خبري ناستې پر مهال د یوې ښځینه خبریالې غږ او انځور هم پرې کړی دی.

راپور ویلي، همدارنګه دغې ډلې د جولای په ۲۴ مه د «افغانستان د رسنیو بنسټ» درې نارینه کارکوونکي «د ښخو د زده کړې، جاسوسۍ او بد اخلاقۍ خپرولو» په تور نیولي او زندان ته یې اچولي دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه