د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې لیبیا ته پرېکنده ماته ورکړه

2 نوومبر 2025
د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې لیبیا ته پرېکنده ماته ورکړه

عکس: شمس امینی

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو فوټبال ملي لوبډلې فیفا څلور اړخیزه لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې د لیبیا ښځینه فوټبال ملي لوبډلې ته ۷-۰ ماتې ورکړه.

رخشانه، د دې دواړو لوبډلو تر منځ لوبه د شنبې په شپه (د لړم ۱۰ مه) ۸:۳۰ په مراش هېواد کې تر سره شوې وه.

د لوبې په لومړۍ نیمه پاڼۍ کې نازیه علي دوه ځلې او مونا امیني یو ځل د افغانستان لپاره ګول و وهه او دغه نیمه پاڼې ۳ پر ۰ د هېواد د ښځو فوټبال ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

په دویمه نیمه پاڼې کې هم د هېواد د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې وکولای شول، چې د سیالې لوبډلې دروازه په څلورو ګولونو سره خلاصه کړي او لوبه ۷-۰ پای ته ورسوي. په دویمه نیمه پاڼې کې فاطمې محمدي (دوه ګوله» منیژه نوري او فاطمه حیدري هر یوې یو یو ګول و واهه.

د هېواد ښځینه فوټبال ملي لوډلې، په لومړۍ لوبه کې له چاد هېواده ۱-۶ ماته خوړلې وه او په دویمه لوبه کې یې د ۰-۴ په پایلې سره له تونس څخه ماته منلې وه.

د «فیفا ښځې یو کوي» څلوراړخیزه لوبلړۍ د افغانستان، چاد، تونس او لیبیا د ښځینه فوټبال ملي لوبډلو له خوا د روان لمریز کال د لړم په ۴ مه په مراکش هېواد کې په لار اچول شوې وه.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د «فیفا ښځې یو کوي» لوبړلۍ ټاکل شوې وه، په محتده عربي اماراتو کې تر سره شي، خو دغه هېواد د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې غړو ته ویزې ورنه کړې.

په هېواد کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډله په یوه نړیواله سیالۍ کې ګډون کوي.

طالبانو بیا واک ته له رسېدو وروسته، د ښځو سپورت کول منع کړل. د دې محدودیتونو له لګولو وروسته، د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبغاړو هېواد پرېښود او په استرالیا، برېتانیا، آلبانیا، پرتګال او امریکا کې یې پناه واخیسته.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه