د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د کډوالو نړیوال سازمان: سرخکانې لا هم افغانستان کې د ماشومانو لپاره یو جدي ګواښ دی

3 نوومبر 2025
د کډوالو نړیوال سازمان: سرخکانې لا هم افغانستان کې د ماشومانو لپاره یو جدي ګواښ دی

Photo: Reuters

افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي، د سرخکان ناروغي لا هم په افغانستان کې د ماشومانو د روغتیا لپاره یو جدي ګواښ دی.

رخشانه: دغه بنسټ نن (دوشنبې د لړم ۱۲ مه) پر خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، لس ورځې وړاندې د یوې کمپاین په ترڅ کې له زرو زیاتو ماشومانو ته په کابل کې د سرخکانو واکسین ورکړل شو.

د کډوالو نړیوال سازمان لیکلي، دغه کمپاین د روان میلادي کال د اکتوبر له اولې کابل کې د راستنو شویو کډوالو پنډغالي کې تر سره شو، چې په کې ۱۰۱۷ ماشومانو، چې ۵۰۸ یې هلکان او ۵۰۹ یې نجونې وې، د سرخکانو واکسین ورکړل شو.

څه موده وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی وو، چې د سرخکانو ناروغۍ سره د مبارزې په لومړي سرتاسري کمپاین کې یې له شپږو میاشتو تر لس کلنۍ پورې ۸.۹ میلیونه ماشومان په ټول هېواد کې واکسین کړي وو.

سرخکان یو له خورېدونکو او ماشومانو تر منځ د واکسین په تطبیق سره د مخنیوي وړ مرګ ژوبلې ناروغیو څخه ده.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو، افغانستان کې هغه ځای چېرته چې منظیم واکسیناسیون ته لاسرسی محدود دی او ډېره ماشومان لکه خوارځواکۍ سره مخ دي، په سرخکانو اخته کېدل کولی شي جدي زیانونه لکه سینه بغل، ړوندوالی او ان مرګ له ځان سره ولري.

دغه بنسټ زیاته کړې وه، چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې په ټول هېواد کې د سرخکانو ۹۳۰۰ پېښې ثبت شوې. د روان میلادي کال تر اګست میاشتې پورې ۸۵۰۰ پېښې نورې هم پر ور زیاتې شوې، چې کابو ۹۲ سلنه اخته شوي کسان یې له لس کلنۍ د کم عمر ماشومان دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

د سرخکانو واکسین سرتاسري کمپاین په لومړي پړاو کې د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف او د دې بنسټ د ټولو همکارانو له خوا د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې پلی شوی وو.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه