د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د هېواد شمال کې د شوې زلزلې د قربانیانو شمېر زیاتولی، ۲۷ تنه مړه او ۷۳۰ ټپیان شوي دي

3 نوومبر 2025
د هېواد شمال کې د شوې زلزلې د قربانیانو شمېر زیاتولی، ۲۷ تنه مړه او ۷۳۰ ټپیان شوي دي

Photo: ARCS Afghanistan

طالبانو اعلان کړی، چې د هېودا په پنځو شمالي ولایتونو کې د شوې زلزلې د قربانیانو شمېر، ۲۷ تنه مړو او ۷۳۰ تنو ټپیانو ته رسېدلی دی.

رخشانه: د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي آزانس نن له ماسپښین وروسته (دوشنبې د لړم ۱۲ مه) اعلان کړي، چې دغه کسان په بلخ، سمنګان، کندوز، سرپل او بغلان ولایتونو کې مړه او ټپیان شوي دي. د دې پېښې له کبله په بلخ ولایت کې ۱۲ تنو ژوند بایللی او ۴۰۷ نور ټپیان شوي دي. سمنګان ولایت کې هم د مړو شویو شمېر ۱۱ تنه او د ټپیانو ۲۷۰ تنه ښودل شوی دی. سرپل ولایت کې ۴ تنه مړه او بغلان کې هم ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

باختر آژانس لیکلي، په دې طبیعي پېښه کې د کندوز پوهنتون ۴۱ تنه زده کړیالان هم ټپيان شوي، ټپیان د درملنې په موخه روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

طالبانو نه ده ښودلې، چې د د ې طبیعي پېښې په قربانیانو کې څومره ښځې او ماشومان شامل دي.

دا شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي هره شېبه د هېواد په شمال کې د شوې زلزلې د قربانیانو شمېر زیات شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل نن له ماسپيښن وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې د دې پېښې د قربانیانو شمېر ۲۰ مړه او ۵۳۴ ټپیان اعلان کړل.

هغه ویلي وو، ژغورنکي ټیمونه سیمې ته لېږل شوي او روغتونونو ته د دې طبیعي پېښې د ټپیانو د لېږد بهیر روان دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د امریکا د زلزلې سنجونې مرکز ویلي د زلزلې شدت چې د دوشنبې (لړم ۱۲ مې) شاوخوا یوه بجه د هېواد په شمال کې وشوه، ۶.۳ درجې وه او مرکز یې بلخ ولایت وو.

دا زلزله په سمنګان، بلخ، فاریاب، سرپل، تخار، کابل او کندوز ولایتونو کې هم احساس شوې ده.

افغاني سرې میاشتې هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د تېرې شپې د زلزلې په نتیجه کې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې ۱۹ تنو ژوند بایللی او ۳۲۰ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د هېواد په شمال کې د تېرې شپې د زلزلې د مرګ ژوبلې شمېره ۱۷ مړي او ۱۵۰ ټپیان اعلان کړي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر هېوادونو د دې طبیعي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او له ټپیانو سره یې د مرستو کولو اعلان کړی دی.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه