د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

بې پولې خبریالان: په خبریالانو اجباري اعتراف د وېرې لپاره د طالبانو استخباراتي ستراتېژي ده

5 نوومبر 2025
بې پولې خبریالان: په خبریالانو اجباري اعتراف د وېرې لپاره د طالبانو استخباراتي ستراتېژي ده

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) وايي، له خبریالانو په زور اعتراف اخیستل، د وېرې رامنځ ته کولو لپاره د طالبانو استخباراتي ستراتېژي ده.

رخشانه: دغه بنسټ تېره ورځ (سه شنبې د لړم ۱۳ مه) په یوه بیانیه کې لیلکي «طالبان هڅه کوي، خبریالان مجرم وښيي، تر څو یې نیونه توجیه کړي او ټول خپلواک خبریالان له کاره لاس په سر کړي.»

بې پولې خبریالانو په خپله بیانیه کې زیاته کړې، د طالبانو له لوري په خبریالانو په زور اعتراف کول او د هغوی سپکاوی «په افغانستان کې د خبریالانو د بې رحمه ځپنې جدي پړاو ښيي.»

دغه بنسټ د طالبانو په زندان کې په بندي خبریال «مهدي انصاري په زور اعتراف» د وېرې رامنځ ته کولو لپاره د طالبانو استخباراتي ستراتېژي وبلله ویلي یې دي، طالبانو انصاري په زور اعتراف کولو ته اړ کړی دی.

د دې بنسټ په وینا «د طالبانو استخبارات په جنایت کوونکو د خبریالانو د بدلولو په لټه کې دی، تر څو یې نیونې توجیه کړي او د هر ډول خپلواکه راپور ورکولو مخیوی وکړي.»
بې پولې خبریالانو دغه «وېروونکې کړنلاره چې ورځ تر بلې په افغانستان کې دودېږي، په کلکه غندلې او په بېړنۍ توګه یې د مهدي انصاري او شپږو نورو خبریالانو، چې په غیر قانوني توګه د طالبانو سره زنداني دي، د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.»

طالبانو څه موده وړاندې د مهدي انصاري د اجباري اعتراف ویډیو د دې ډلې د عمومي استخباراتو اړوند «د هندوکش غږ» فسبوک پاڼې له لارې خپره کړه. هغه د دې ډلې پر ضد د «تبلیغاتو» او د افغانستان له جلا وطنه رسنیو سره د همکارۍ په تور نیولی او په یوه نیم کال بند یې محکوم کړی دی.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو په بیا راتګ سره په افغانستان کې رسنیزه فضا تر سخت فشار او پراخو محدودیتونو لاندې ده او لږ تر لږه ۱۶۵ خبریالان نیول شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

افغانستان د بې پولې خبریالانو د ۲۰۲۵ میلادي کال د نړیوالو مطبوعاتو د آزادۍ په شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۷۵ ام ځای لري.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه