د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ښځو په کار د طالبانو محدودیتونه، ملګرو ملتونو د اسلام کلا پوله کې فعالیت ودراوه

5 نوومبر 2025
د ښځو په کار د طالبانو محدودیتونه، ملګرو ملتونو د اسلام کلا پوله کې فعالیت ودراوه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو هغږي کوونکي اندریکا راتواته ویلي، ملګرو ملتونو په ښځینه کارکوونکو د طالبانو د محدودیتونو له کبله د هرات اسلام کلا پوله کې خپل فعالیت درولی دی.

رخشانه: هغه تېره ورځ (سه شنبه د لړم ۱۳ مه) د فرانسې آژانس سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو له لوري د دې محدودیتونو په پلي کولو سره «سمدستي عملیاتي ننګونې» رامنځ ته کړې او تر« ټولو ډېر ګواښ یې را ایستل شویو کډوالو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته» متوجه کړی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري دوستانه چارو همغږې کوونکي د هرات اسلام کلا پوله کې د طالبانو له لوري د دې محدودیتونو د جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

هغه پر دوام ویلي، د اسلام کلا پوله له ایران نه د را ایستل شویو افغان کډوالو د تېرېدنې لپاره اصلي نقطه ده، چې ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان جوړوي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وايي: «ملګرو ملتونو او د هغو بشري همکارو بنسټونو نن (سه شبنه) د طالبانو د تازه محدودیتونو له کبله، چې د ملګرو ملتونو او د هغو د شریکانو پر ښځینه کارکوونکو یې د افغانستان او ایران تر منځ د اسلام کلا پوله کې ولګول، خپل فعالیت وځنډاوه.»

هغه د دې محدودیتونو لګولو څخه ناخوشي وښوده او خبرداری یې ورکړ، چې ملګري ملتونه له ښځینه کارکوونکو پرته نه شي کولی له ایرانه راستنو شویو ښځو او ماشومانو ته خدمات وړاندې کړي.

هرات کې سیمه ییزه طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې اړه نور ولولئ...

د بشري حقونو فعاله: نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني

افغانستان کې د طالبانو له خوا جنسیتي ځور او تعقیب له پخوا ډېر بنسټیز شوی

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) څه موده وړاندې ویلي وو، چې له ښځینه کارکوونکو پرته نه شي کولی اړمنو کسانو ته خدمات وړاندې کړي.

افغانستان کې د یوناما مشرې رزا اوتونبایوا هم د طالبانو له لوري د دې محدودیتونو له لګېدو وروسته اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو محدودیتونو افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

هغې ټینګار کړی وو، چې اړمنو ته د مرستو رسولو په برخه کې د ښځینه کارکوونکو شتون اړین او د انکار نه کولو وړ دی.

اړوندې لیکنې

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ
خبر

بنټ: ملګري ملتونه د افغان ښځو له حقونو یوازې په کلماتو نه بلکې په عمل دفاع وکړۍ

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته افغان ښځو ته سمې مرستې نه شو وړاندې کولی

7 سپتمبر 2026
طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې
خبر

طالبانو کابل کې دوه رسنۍ وتړلې

7 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی
خبر

ملګري ملتونه: د ښځو په وړاندې د طالبانو د تبعیض لرونکو سیاستونو دوام اندېښمنوونکی دی

7 سپتمبر 2026
طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې
خبر

طالبانو د هرات جبرییل کې د ښځو لپاره د یوه ځانګړي بازارګوټي لسګونه هټۍ وتړلې

6 سپتمبر 2026
زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه
خبر

زکیه خدادادي د ۲۰۲۶ کال د «ګرنډپري» پاراتکواندو نړوالو سیالیو د برونز مډال ګټونکې شوه

5 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه