د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبې، د افغانستان ښځینه ولیبال لوبډلې له تاجیکستانه ماته وخوړه

9 نوومبر 2025
د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبې، د افغانستان ښځینه ولیبال لوبډلې له تاجیکستانه ماته وخوړه

د افغانستان د ولیبال ښځینه ملي لوبډلې ریاض کې د ۲۰۲۵ د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو کې، خپله دویمه لوبه د تاجیکستان ښځینه ولیبال ملي لوبډلې ته وبایلله.

رخشانه: د دې دواړو لوبډلو تر منځ سیالي نن (یکشنبې د لړم ۱۸ مه) له ماسپښین وروسته په ریاض ښار کې تر سره شوه.

د هېواد د ښځو ولیبال ملي لوبډلې نن هم ۳-۰ په پایلې سره لوبه خپلې تاجیکستاني سیالې لوبډلې ته وبایلله.

د هېواد ملي لوبډلې په درې واړه سټونو کې ۲۵ پر ۱۵، ۲۵ پر ۱۶ او ۲۶ پر ۱۷ ماته وخوړه.

د هېواد د ښځو ولیبالرانو په خپله لومړۍ لوبه کې هم د ورته پایلې سره له ترکیې ماته خوړې وه.

د افغانستان د نارینه وو ولیبال ملي لوبډلې ایرانی مشر روزونکی محمد اسدالهلي د افغانستان د ولیبال ښځینه ملي لوبډلې لارښودي هم پر غاړه لري.
دغه لوبډله د المپیک ملي کمېټې او د ولیبال نړیوال فدراسیون په همکارۍ له ایران، اسټرالیا او اروپايي هېوادونو څخه دغه لوبو ته لېږل شوی دی.

واک ته د طالبانو له راتګ وروسته د ښځو لپاره ټول سپورتي فعالیتونه ودرول شول او طالبانو اعلان وکړ، چې د ښځو سپورتي لوبډلې په رسمیت نه پېژني.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د افغانستان د ښځو لوبډلې ډېری له افغانستان نه بهر په بهرنیو هېوادونو کې جوړ شوي او یو شمېر یې په لوبو کې ګډون کوي.

د ریاض د ۲۰۲۵ اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو په شپږم پړاو کې د ښځو د ولیبال پنځه لوبډلو له ایران، افغانستان، ترکیې، آ‌ذربایجان او تاجیکستان څخه ګډون کړی دی.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه