د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

افغانستان د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ له پلوه نړۍ کې څلورم ځای لري

10 نوومبر 2025
افغانستان د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ له پلوه نړۍ کې څلورم ځای لري

ورلډ وېژن مرستندویه بنسټ (World Vision) ویلي، افغانستان د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ له پلوه په ټوله نړۍ کې څلورم ځای لري.

رخشانه: دغه بنسټ نن (دوشنبې د لړم ۱۹ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، افغانستان په نړۍ کې د خوارځواکۍ له تر ټولو بد ناورین سره مخ دی.

د ورلډ وېژن په وینا، افغانستان کې کابو ۳.۷ میلیونه تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان په سخته خوراځواکۍ اخته دي، چې شاوخوا یو میلیون تنو یې په شدیده توګه وزن له لاسه ورکړی دی.

دغه بنسټ لیکلي، په افغانستان کې ۱.۲ میلیونه امیدواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې هم له سختې خوارځواکۍ کړېږي.

ورلډ وېژن په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د خدماتو رسولو لپاره د بودجې د کموالي خبرداری ورکړی وايي، د خوارځواکۍ د تغذیې ۳۰۵ سایټونه د مالي او لاسرسي مسائلو له کبله تړل شوي دي.

دغه مرستندویه بنسټ لیکلي، چې اوسنۍ بودجه افغانستان کې د اړمنو کسانو یوازې ۳۰ سلنه تر پوښښ لاندې نیسي.
ورلډ وېژن افغانستان کې له اړمنو سره د بېړنیو مرستو پر ګړندیتوب په ټینګار سره لیکلي، اوس د اقدام کولو وخت دی او «وږي او د خوارځواکۍ سره مخ ماشومان نور صبر نه شي کولی.»

څه موده وړاندې افغانستان کې د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا) لیکلي وو، ښځو او ماشومانو د لوږې له بحران څخه ډېر زیان لیدلی دی.

دغه بنسټ لیکلي، افغانستان په نړۍ کې د لوږې له تر ټولو سخت ناورین سره مخ دی او کابو ۹.۵ میلیون کسان په شدیده توګه د خوړو نه خوندیتوب سره مخ دي او له هرو ۵ تنو یې ۱ هغه نه پوهېږې، چې راتلونکې خواړه به یې له کومه راځي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

له دې وړاندې هم نړیوالو سازمانونو او بنسټونو په وار وار د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري ناورین او لوږې د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی وو.

د طالبانو ډلې هم په تېرو څلورو کلونو کې د محدودیتونو په لګولو او په هېواد کې د بشري مرستو رسوونکو بنسټونو د وېش په چارو کې د لاسوهنې سره بشري ناورین او لوږه په شدت سره زیاته کړې ده.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه