د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بې پولې ډاکترانو خبرداری: ژمی د زلزلې قربانیان ګواښي

12 نوومبر 2025
د روغتیا نړیوال سازمان: طالبان دې له زلزله ځپلو سره پر ښځینه مرستندویانو محدویتونه لرې کړي

انځور: Reuters

د هېواد ختیځ کې د شوې زلزلې څخه شاوخوا دوه میاشتې وروسته، افغانستان کې بې پولې ډاکترانو (MSF) اعلان کړی، چې د ژمي په رارسېدو سره یو بل ګواښ په لار دی.

رخشانه: دغه بنسټ نن (چهارشنبې د لړم ۲۱ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، تر اوسه یې کابو ۷۵۰۰ کسان د کونړ د نورګل ولسوالۍ په «پټان» او «اري ګمبه» پنډغالو کې د دوه کلېنیکونو او یو ګرځنده روغتیايي مرکز له خوا چې لومړني خدماتو وړاندې کوي، درملنه کړي دي.

دا ځمکلړزه په وروستۍ یوه لیزه کې په هېواد کې تر ټولو خونړۍ زلزله وه، چې په څلورو ولایتونو، له هغې په کونړ او ننګرهار کې یې له ۲۲۰۰ زیات کسان وژلي او له ۳۰۰۰ زیات کسان ټپیان کړي دي.

بې پولې ډاکترانو لیکلي، له دې ځمکلړزې زرګونه ژوندي پاتې شوي کسان اړ شوي، چې خپل کورونه پرېږدي او په لنډمهاله پنډغالو کې ژوند وکړي.

پنډغالي په نورګل ولسوالۍ کې «پټان» او «اري ګمبه» د زلزلې ځپلو کسانو د استوګنې لپاره له هغه دوه پنډغالو دي، چې د سختو ځپل شویو کلیو په ټولیز ډول شاوخوا ۸۰۰۰ کسانو ته په کې ځای ورکړل شوی دی.
بې پولې ډاکترانو پر دوام لیکلي، د خپلوانو له لاس ورکولو او کورونو نړېدو د غم تر څنګ په بېړې سره ژمی پیل شوی او په ځینو سیمو کې ښايي واورې وشي.

دغه بنسټ په اري ګمپه پنډغالي کې د یوه بې ځایه شوي تن له خولې لیکلي، د ژمي په پیل سره په دې خېمو کې ژوند کول امکان نه لري.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

هغه ویلي: «همدا څو ورځې وړاندې لږ باران او ګلۍ وشوه، زموږ ماشومانو او ښځو ډېر کړاو کش کړ. زموږ کالي او توکي تر کنډوالو لاندې دي. څو کمپلې یې راکړې، خو دا د یخنۍ پر وړاندې هېڅ نه دي، خېمې هم د سړو توان نه لري.»

بې پولې ډاکترانو ټینګار کړی، چې د هوا په لا سړېدو سره ښاغلي فصلي ناروغۍ، لکه ساه لنډی او خورېدونکې ناروغۍ لکه شری او شنه ټوخلې زیات شي. خلک په پنډغالو او لنډمهاله سرپناوو کې ګرموونکو او برېښنا پرته ژوند کوي.

کونړ کې د MSF د روغتیايي پروژې مسوول ډاکتر عصمت الله عصمت ویلي: «باید ډېر اقدامات وشي، تر څو بې ځایه شوي کسان وتوانېږي تر هغې چې کورونو ته ستنېږي یا یوه تل پاتې حل لار وموندل شي، په ښو شرایطو کې ژوند وکړي.»

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه