د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په درې ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۷ تنه په دورو وهلي

13 نوومبر 2025
طالبانو د پنځو ښځو په ګډون ۱۶ تنه په څلورو ولایتونو کې په دورو وهلي

طالبانو روانه اوونۍ په لغمان، ننګرهار او غور ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۷ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: د طالبانو د سترې محکمې د اعلامیې له مخې، دغه کسان «له کوره د تېښتې، د شرابو د پېر او پلور، لواطت، غلا او اخلاقي فساد» په تورونو په دې درې ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

دوشنبې د (لړم ۱۹ مه) لغمان ولایت کې دوه تنه د «لواطت» په تور د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهلي دي.

معلومه نه ده، چې دا کسان په څومره موده بند محکوم شوي دي.

چهارشنبې د (لړم ۲۱ مه) ننګرهار او غور ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۵ تنه «له کوره د تېښتې، شرابو د پېر او پلور، لواطت، غلا او اخلاقي فساد» په تور د خلکو په وړاندې په دورو وهلي شوي دي.

د یوې ښځې په ګډون ۱۴ تنه «له کوره د تېښتې، شرابو د پېر او پلور، لواطت او غلا» په تور د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار او لعل پوره ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې له ۳۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

معلومه نه ده، چې دا کسان په څومره موده بند محکوم شوي دي.

یو تن بیا د «اخلاقي فساد» په تور د غور په ساغر ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوی دی.
دا هم معلومه نه ده، چې دې کس ته څومره موده د بند سزا اورول شوې ده.

طالبانو تېره اوونۍ هم ۱۷ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله په کابل کې د خلکو په وړاندې په دورو وهلي وو.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه