د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو د هرات د حوزوي روغتون د سونوګرافۍ برخې مسوول نیولی دی

14 نوومبر 2025
طالبانو د هرات د حوزوي روغتون د سونوګرافۍ برخې مسوول نیولی دی

انځور: اطلاعات روز

د هرات ولایت د حوزوي روغتون داخله متخصص او سونوګرافۍ برخې مسوول ډاکتر احمد فرید هویدا خپلوان وايي، چې هغه د طالبانو استخباراتو نیولی دی.

.رخشانه: د هویدا مېرمن شبانه خیري تېره ورځ په خپله فسبوک پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، چې د طالبانو استخباراتو یې خاوند سهار ۹ بجې نیولی دی

مېرمن خیري په خپله فسبوک پاڼه لیکلي: «د نیولو له وخته تر اوسه پورې له ډاکتر هویدا سره هېڅ ډول اړیکه نه ده نیول شوې او شخصي موبایل یې هم بند دی.»
تر اوسه معلومه نه ه، چې ډاکتر هویدا په کوم دلیل نیول شوی او کوم ځای ته لېږدول شوی دی.

دا په روانه اوونۍ کې د هرات د حوزوي روغتون څخه د دویم ډاکتر نیونه ده. طالبانو د دوشنبې په ورځ د عمومي جراحۍ متخصصه ډاکتر شبنم فضلي هم د اجباري حجاب پر وړاندې د مقاومت له امله د امربالمعروف کارکوونکو په واسطه د څو ساعتونو لپاره نیول شوې وه.

د هرات د حوزوي روغتون د ډاکترانو نیونه پر داسې مهال کېږي، چې طالبانو د تېرې اوونۍ د چهارشنبې له ورځې راهیسې دولتي ادارو او عمومي روغتونونو ته د بې چادرۍ ښځو ننوتل منع کړي دي. هغه ویډیوګانې، چې رخشانې رسنۍ ته رسېدلې ښايي، چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو مامورین د حوزوي روغتون په دروازه کې په تاوتریخوالي سره د ښځو د ننوتو مخنیوی کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه