د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د بشرحقونو د فعالانو اتحاد: د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل د بشریت پر وړاندې جنایت دی

17 نوومبر 2025
د بشرحقونو د فعالانو اتحاد: د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل د بشریت پر وړاندې جنایت دی

انځور: AP

د بشر حقونو د فعالانو اتحاد د محصل د نړیوالې ورځې په مناست اعلان کړي، چې افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونون تړل کلتوري نسل وژنه او د بشریت پر وړاندې جنایت دی.


رخشانه: دغه بنسټ نن (دوشنبې د لړم ۲۶ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، په افغانستان کې «زده کوونکی کېدل یو جرم ګرځېدلی، پوهنتون د ځپلو ډګر او پوهه د طالبانو د واکمنۍ لپاره په یوه ګواښ بدله شوې ده.»

له یوزر ۶۳ زیاتې ورځې کېږي، چې طالبانو د نجونو پر مخ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

د بشرحقونو د فعالانو اتحاد په خپله اعلامیه کې لیکلي، چې طالبانو د زده کړو له حق څخه په بشپړه توګه د نجونو په محرومولو، د پوهنتونو دروازو په تړلو، د علمي ریشتو په لرې کولو، د خپلواکو استادانو په ایستلو او د افراطیت په مدرسو د ښونځیو اړولو سره په معاصره نړۍ کې د زده کړې پر حق یو له خورا ظالمانه او سیستماتیک بریدونو تر سره کړی دی.

د بشري حقونو دغه بنسټ په هېواد کې د نجونو او ښځو پر زده کړو او تحصیل د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې لیکلي، دغه محدودیتونه «د نړیوالو اسنادو پر بنسټ د کلتوري نسل وژنې، جنسیتي توپیر او بشریت پر وړاندې جنایت بلل کېږي.»
په اعلامیه کې راغلي: «طالبانو له زده کړو د نجونو په مخنیوي، په افراطي مدرسو د ښوونځیو بدلول، د علومو سانسور، د علمي ریشتو او پوهاوی په لرې کوو او د نظامي- مذهبي ایډیولوژۍ په تحمیلولو سره په واقعیت کې د یوه نسل د پوهې د ريښو را ایستل مخ ته وړي.»

د بشرحقونو د فعالانو اتحاد لیکلي، د نړیوالې جنايي محکمې (ICC) د روم د قانون له مخې، د زده کړې د حق په ګډون د بنسټیزو حقونو څخه سیستماتیک محرومیت، د انسانیت پر وړاندې جرم ګڼل کېږي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

دغه بنسټ ویلي، طالبان د ښوونیزو بنسټونو په لمنځه وړلو سره، د یوه نسل کاري فرصتونه او فکري وړتیا له منځه وړي او له زده کړو د نجونو سیستماتیک محرومیت د بشریت پر وړاندې جنایت دی.

د بشرحقونو د فعالانو اتحاد له نړیوالې ټولنې، نړیوالو بنسټونو، پوهنتونونو او بشري حقونو له سازمانونو غوښتي، چې د زده کړیالانو پر وړاندې د طالبانو چلند کلتوري نسل وژنه وپېژني او محکمې ته د دې «جنایت کوونکې» ډلې په راکاږلو کې عملي ګامونه پورته کړي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه