د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

رویا کریمي په یوه نړیواله سیالۍ کې درېیم مقام خپل کړ

18 نوومبر 2025
رویا کریمي په یوه نړیواله سیالۍ کې درېیم مقام خپل کړ

د افغانستان د بدن جوړونې ښځینه لوبغاړې رویا کریمي په نړیواله «ویلنس نچرل» سیالۍ کې د درېیم مقام په ترلاسه کولو وتوانېده.

رخشانه: دغه نړیواله لوبه تېره ورځ (یکشنبې د لړم ۲۵ مه) د اسپانیا هېواد د بارسلونا ښار ته نېږدې په سانتا سوزانا ښار کې تر سره شوه.

په دې سیالۍ کې د IFBB Pro World Championships برخې چې Body Fitness او Wellness Fitness هم په کې شاملې وې تر سره شوې.

رویا کریمي په دې نړیوالو سیالیو کې د بدن جوړونې مسلک (Pro) برخه کې ګډون کړی وو او د کابو ۴۵ ګډونوالو منځ کې درېیم مقام ته رسېدلې ده.

د هېواد د بدن جوړونې څانګې دغه لوبغاړې په خپل انسټاګرام د یوه پوسټ په خپرولو سره د دې مقام له تر لاسه کولو خبر ورکړی دی.
هغې دغه بریا د افغانستان ښځو ته ډالۍ کړې ده، هغه ښځې چې «له دې آزادۍ څخه محرومې دي.»

کریمي لیکلي: «تاسو [د افغانستان ښځې] زما ځواک یۍ او په دې سره زما روح د افغانستان له هرې ښځې سره دی، چې وزرې یې محدودې شوې دي.»

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

رویا کریمي په داسې حال کې په نړیوال ډګر ځلېدلې او مډال یې تر لاسه کړی، چې د افغانستان ښځې او نجونې د نورو پراخو محدودیتونو تر څنګ له سپورت څخه هم منع کړای شوې دي.

دې لوبغاړې څه موده مخکې په متحده عربي اماراتو کې د بدن جوړونې سیالیو کې د اتلولۍ تر لاسه کولو وروسته د دې څانګې مسلکي کار تر لاسه کړ.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه