د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې له اته میلیونه زیاتو ماشومانو د شري واکسین تر لاسه کړ

19 نوومبر 2025
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې له اته میلیونه زیاتو ماشومانو د شري واکسین تر لاسه کړ

انځور:WHO

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی، چې د شري واکسین د کمپاین په دویم پړاو کې له اته میلیونه زیاتو ماشومانو واکسین تر لاسه کړی دی.

رخشانه: دغه بنسټ نن (چهارشنبې د لړم ۲۸ مه) په یوه اعلامیه کې په هېواد کې د شري واکسین د دویم پړاو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.

دغه کمپاین د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د واکسین اتحاد (Gavi) له خوا تر سره شوی دی.

په دې کمپاین کې چې د روان میلادي کال د اکتوبر له ۱۹ مې پیل شوی وو، تر اته میلیونه او ۳۵۵ زره زیات ماشومان چې عمرونه یې له شپږ میاشتو تر ۱۰ کلونو پورې وو په ۱۷ ولایتونو کې د شري یو دوز واکسین تر لاسه کړ.

د دې بنسټ په وینا، د هېواد په پنځو ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې له درې میلیونه او ۹۵۳ زره زیاتو ماشومانو د پولیو یو خوراک واکسین هم تر لاسه کړ.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکتر ادوین سنیزا سالوادور ویلي، د نه میلیونه افغان ماشومانو لپاره د شري ناروغۍ د واکسین دویم ملي کمپاین پلي کول د روغتیا نړیوال سازمان، روغتیايي چارواکو او شریکانو ژمنتیا ښي، چې ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو څخه خوندي کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکتر تاج الدین اویواله هم د شري واکسین د کمپاین د دویم پړاو پای ته رسېدل د دې ناروغۍ پر وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره مهم ګام وباله.

په افغانستان کې د شري واکسین د ملي کمپاین د دواړو پړاونو په بشپړېدو سره له ۱۶.۶ میلیونه زیات ماشومان د دې وژونکې خو مخنیوي وړ ناروغۍ څخه خوندي شوي دي.

څه موده وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په هېواد کې د شري ناروغۍ پېښو د زیاتېدو خبر ورکړی وو او له خلکو یې غوښتي وو چې خپل ماشومان واکسین کړي.

شری یو له خورا ساري ناروغیو څخه ده او د ماشومانو په منځ کې د واکسین په واسطه د مخنیوي وړ مړینې یو مخکښ لامل دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې له ۹۳۰۰ څخه زیاتې د شري ناروغۍ پېښې په هېواد کې ثبت شوې وې. د روان میلادي کال تر اګست میاشتې پورې ۸۵۰۰ نورې پېښې هم پرې ور زیاتې شوې، چې پرې اخته کسان یې ۹۲ سلنه له لسو کلونو کم عمره ماشومان دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه