د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

پکتیا ولایت کې هم د ساه کښو د انځور په خپرولو بندیز ولګېد

23 نوومبر 2025
پکتیا ولایت کې هم د ساه کښو د انځور په خپرولو بندیز ولګېد

د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) اعلان کړی، چې پکتیا ولایت کې هم د ساه کښو په انځور خپرولو بندیز لګېدلی دی.

رخشانه: دغه مرکز نن (یکشنبې د لیندۍ ۲ مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، دغه محدودیتونه د پکتیا ولایت د سیمه ییزه مسوولینو له خوا لګول شوي دي.

اعلامیه کې راغلي، پکتیا درویشتم ولایت دی، چې په کې د ساه کښو په انځور خپرولو په رسمي ډول بندیز اعلان او پلی کېږي.

طالبانو په رسنیو کې د ساه کښو په انځور خپرولو بندیز د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې لګولی دی، دغه محدودیت په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، دایکنډي، فاریاب، پنجشېر، لغمان، سرپل، بلخ، هرات او پکتیا ولایتونو کې په رسمي ټول د طالبانو له خوا لګول شوی دی.

پکتیا کې سیمه ییز طالب چارواکو د دې ډلې له دولتي ادارو غوښتي، چې له رسنیو سره د تصویري مرکو کولو ډډه وکړي او پر ځای یې راپورونه په غږیز یا لیکلې بڼه وړاندې کړي.
دغه مخنیوي د باختر دولتي آژانس د انځوریزه استازولۍ او چاپي خپرونو او په خواله رسنیو د سیمه ییزو، نن، ژوند، هوا، پټان غږ او څمکني غږ راډیوګانو خپرونې هم تر اغېز لاندې راوستې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز پکتیا ولایت کې د ساه کښو په انځور خپرولو لګېدلی بندیز غندلی وايي، دغه محدودیت به اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی تر دې هم محدود او سخت کړي.

دغه مرکز له طالبانو غوښتي، چې د دې امر په بیا کتنې او لغوه کېدو سره د رسنیو لپاره د آزادې او له وېرې پرته فضا په رامنځ ته کولو کې وړ اسانتیاوې برابرې کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

د بیان د آزادۍ مرکز هم دوه ورځې وړاندې د تلوېزیون د نړیوالې ورځې په مناسب لیکلي وو، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د تلوېزیونونو وروستۍ سلګۍ دي.

د بیان آزادۍ مرکز په اعلامیه کې راغلي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د تلوېزیونونو د فعالیتونو په اړه ۲۳ امرونه صادر کړي دي او په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۱۵ تلوېزیونونه د طالبانو په نېغه لارښوونه تړل شوي دي.

طالبانو په تېرو له څلورو کلونو زیاته موده کې د رسنیو او رسنیو د فعالیتونو په وړاندې د سختو محدودیتونو په لګولو سره، د لسګونو، غږیزو، تصویري او چاپي رسنیو د بندېدو سبب شوي او څو تنه خبریالان، کارکوونکي او رسنیو د فعالان یې نیولي دي.

اړوندې لیکنې

د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026
افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو
خبر

افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۴۲ مورده ته ورسېدې

21 اکتوبر 2026
اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي
خبر

اروپايي ټولنه: د طالبانو محدودیتونه د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل شوي

20 اکتوبر 2026
سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول
خبر

سرپل کې د یوې چاودنې له امله یوه ښځه او یو ماشوم ټپیان شول

20 اکتوبر 2026
جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي
خبر

جلال آباد کې له کورونو شړل شوې کورنۍ په جوماتو او واټونو شپې سبا کوي

19 اکتوبر 2026
بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه
خبر

بدخشان کې یوې نجلۍ د طالبانو د یوه غړي د زوی د ګواښونو له امله ځانوژنه وکړه

19 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه