د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

سمیه رامش د ایټالیا د شعر نړیوالې جایزې او پښتنه درانۍ د امریکا د بښنې نړیوال سازمان جایزې ګټونکې شوې

23 نوومبر 2025
سمیه رامش د ایټالیا د شعر نړیوالې جایزې او پښتنه درانۍ د امریکا د بښنې نړیوال سازمان جایزې ګټونکې شوې

افغان شاعرې او لیکوالې د ایټالیا د «لائودومیا بوناني» نړیوالې ادبي جایزې او د ښځو د حقونو فعاله پښتنه درانۍ د امریکا د «جینټا ساګان» نړیوالې جایزې ګټونکې شوې.

رخشانه: دغه جایزې تېره ورځ (شنبې د لیندۍ اوله) د شعر د نړیوالې څانګې ادبي جایزې په څلورویستم پړاو کې مېرمن رامش ته ډالۍ شوه.

هغې ویلي، دغه ادبي ډالې د دې د شعر کتاب «کلمه در تبعید» د چاپېدو او «مدني» فعالیتونو له کبله دې ته ورکړل شوې ده.

دغه شاعرې مېرمنې د جایزې تر لاسه کولو وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي: «د دغې جایزې ویاړ دې د افغانستان ټولو آزادۍ غوښتونکو او د آزادۍ او برابرۍ لپاره د نه ستړې کېدونکو مبارزو ښځو ته ډالۍ وي.»

هغې زیاته کړې، په افغانستان کې د ښځو لپاره ان لیکل هم جرم ګڼل کېږي، خو هغوی په یوازې ځان د ظلم او جنسیتي توپر په وړاندې مبارزه کوي.

د امریکا د بښنې نړیوال سازمان هم تېره ورځ په یوه اعلایه کې لیکلي، چې د ښځو د حقونو افغان فعاله د دغه بنسټ د «جینتا ساګان» جایزې ګټوونکې شوې ده.

دغه بنسټ لیکلي، یاده جایزه هغو زړورو ښځو ته ډالۍ کېږي، چې په سختو شرایطو کې د ښخو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

پښتنه درانۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د نجونو د زده کړو لپاره فعالیت لري او تر ځمکې لاندې د «ښوونې» ښوونځی اداره کوي.

هغه د هاروارډ پوهنتون څخه زده کړې تر لاسه کړې او تر دې مخکې یې د ملالۍ بنسټ د نړیوالې ښوونې اتلې جایزه او د بي بي سي د غوره ۱۰۰ مېرمنو جایزه تر لاسه کړې ده.

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه