د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

کندهار کې د استوګنې په یوه کور کې چاودنې د دو تنو ژوند واخیست

24 نوومبر 2025
کندهار کې د استوګنې په یوه کور کې چاودنې د دو تنو ژوند واخیست

کندهار کې سیمه ییز طالب چارواکي وايي، د دې ولایت د میوند ولسوالۍ د استوګنې په یوه کور کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

رخشانه: کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشېد سیمه ییزه رسنیو ته ویلي، دغه چاودنه د یکشنبې شپه (د لیندۍ ۲ مه) د میوند ولسوالۍ د کلا شاه میر سیمې په بادزي کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وینا، چاودېدونکو توکو د یوه کور د بخارۍ د ننه چاودنه کړې، چې په پایله کې یې د یادې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

د دې پېښې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړې، د پېښې ټپيان د درملنې په موخه د کندهار ښار میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه نه دي ویلي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند د دې پېښې رامنځ ته کېدل له چاودېدونکو توکو «د ماشومانو ناخبري» په ګوته کړه.

هغه نه ده، مشخصه کړې، چې چاودېدونکي توکي د چا له خوا د بخارۍ د ننه اېښودل شوي دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه