د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

په ۱۷ ولایتونو کې د پولیو واکسین د پلي کېدو کمپاین پیل شو

24 نوومبر 2025
په ۱۷ ولایتونو کې د پولیو واکسین د پلي کېدو کمپاین پیل شو

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د پولیو یا د ماشوم د ګوزڼ واکسین د پلي کولو کمپاین یې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې پیل کړی دی.

رخشانه: دغه وزارت نن سهار (دوشنبې د لیندۍ ۳ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په دې پړاو کې به کابو له پنځو کلونو کم عمره ۷.۴ میلیونه ماشومان واکسین تر لاسه کړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کمپاین به د هېواد په اوو زونونو کې د روانې اوونۍ تر پنشنبې ورځې پورې دوام ولري.

د روان میلادي کال د پولیو واکسین پلي کولو په څلورم پړاو کې به په کندهار، هلمند، فراه، هرات، ارزګان، زابل، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، کابل، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان، کندوز او بلخ ولایتونو کې ۷.۴ میلیونه ماشومان واکسین تر لاسه کړي.

له «پولیو د خالي افغانستان» پاڼې هم نن اعلان کړی دی، چې د پولیو واکسین د پلي کېدو نوی پړاو د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې پیل شوی دی.

‏دغه پاڼې نه ده معلومه کړې، چې د دې کمپاین په ترڅ کې به څومره شمېر ماشومان د پولیو واکسین تر لاسه کړي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

دغې پاڼې له کورنیو غوښتي، چې خپل تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

روان میلادي کال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

یوه پېښه په ارزګان، درې پېښې په هلمند، یوه پېښه په بادغیس، یوه پېښه په نورستان، دوه پېښې په پکیتکا او یوه پېښه هم په فراه کې ثبت شوې ده.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي، چې تر اوسه د پولیو ویروس په لمنځه وړلو نه دي بریالي شوي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه