د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

معترضو ښځو افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د بېړني اقدام غوښتنه وکړه

24 نوومبر 2025
معترضو ښځو افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د بېړني اقدام غوښتنه وکړه

د ښځو اعتراضي «د افغان ښځو د آزادۍ څراغ، د امید کړکۍ او د افغان ښځو د غږ» غورځنګونو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.

رخشانه: دغه درې اعتراضي غورځنګونو د یوه اعتراضي پروګرام په جوړولو او بېلا بېلو بیانیو په ورکولو سره، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه غندلي دي.

د افغان ښځو د آزادۍ څراغ اعتراضي غورځنګ په خپله بیانیه کې لیکلي، له زده کړو محرومیت، د له کاره مخنیوی، سیستماتیک تاوتریخوالی، ځورول، ربړونه او د ښځو په وړاندې جوړ شوی تبعیض په ورځني واقعیت اوښتی دی.

د دغه اعتراضي غورځنګ غړو ویلي، د افغان ښځو په وړاندې جنسیتي توپیر، یو انساني بحران او د بشریت په وړاندې جنایت دی او نړیواله ټولنه نباید د هغه پر وړاندې چوپ شي.

هغوی د افغان ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض د پای ته رسولو لپاره د نړیوال ګټور ملاتړ او فشار غوښتنه کړې ده.

د «امید کړکۍ» ښځو غورځنګ هم په یوه بیانیه کې لیکلي، چې افغان ښځې د طالبانو د څلور کلنۍ واکمنۍ لاندې د تاوتریخوالي له بېلا بېلو ډولو، ځپلو او سیستمایتک تبعیض سره مخ دي.

د دې اعتراضي غورځنګ په بیانیه کې راغلي «طالبانو د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی په یوه هدف لرونکي او سازمان شوي سیاست اړولی، چې ښځې یې له زده کړو، کار، په ټولنه کې له شتون او بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي.»

معترضو ښځو په هېواد کې د ښځو او نجونو پر حقونو او اساسي خپلواکیو د طالبانو له لوري پراخو محدودیتونو لګېدو ته په اشارې ویلي چې « کورنۍ تاوتریخوالی [په دې څلورو] کلونو کې زیات شوی او د ملاتړ او حق غوښتنې کمپاینونه او کړنلارې لغوه شوې دي.»

هغوی د طالبانو تاوتریخوالی د بشریت پر وړاندې جنایت او جنسیتي توپیر بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتني، چې له ښځو او د هغوی د حقونو د مدافعینو ملاتړ پیاوړی کړي او طالبان د ښځو د حقونو د سرغړاوي په پار ځواب ویوونکي کړي.

د افغان ښځو غږ غورځنګ هم په بیانیه کې لیکلي دي چې «د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نه یوازې پای ته نه دی رسېدلی، بلکې په تېرو څلورو کلونو کې په پراخه، سازمان شوې او بې ځنډه ډول یې دوام موندلی دی.»

بیانیه کې راوړل شوي، چې د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه د انساني کرامت، خپلواکۍ، شخصي خوندیتوب، زده کړو د حق، جنسیتي برابرۍ د حق ښکاره سرغړاوی او د ښځو په وړاندې د تبعیض او سیستماتیک تاوتریخوالي ښکاره بېلګه ګڼل کېږي.

د دغه اعتراضي غورځنګ غړو له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، دولتونو او د بشر حقونو نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو په وړاندې د پراخ سرغړاوي په پار طالبان ځواب ویوونکي او د نړیوال عدالت تر پلټنو لاندې ونیسي.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

هغوی د طالبانو نظام «نامشروع» بللی ویلي یې دي، چې د دې ډلې حکومت، د تبعیض، حذف او د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو د اساسي حقونو په سرغړاوي ولاړ دی.

معترضو شځو د یوه مشروع، ځواب ویوونکي او ټولګډونه، چې د افغانستان د خلکو ریښتینی استازی وي او د ښځو حقونه د نړیوالو معیارونو سره سم تضمین کړي، د یوه حکومتي جوړښت د رامنځ ته کېدو غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه