د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

له درې میاشتني ځنډ وروسته فعالیت، بامیانو کې نسیم راډیو بیا خپرونې پیل کړې

25 نوومبر 2025
له درې میاشتني ځنډ وروسته فعالیت، بامیانو کې نسیم راډیو بیا خپرونې پیل کړې

بامیانو کې خبر لرونکې سرچینې تاییدوي، چې په دغه ولایت کې سیمه ییزې نسیم رډیو، له درې میاشتې او ۱۴ ورځو ځنډ وروسته بېرته خپلې خپرونې له سره پیل کړې دي.

رخشانه: د نسیم راډیو یوه پخواني مسوول رخشانې رسنۍ ته تایید کړې، چې دغه غږیزې رسنۍ نن (دوشنبې د لیندۍ ۴ مه) بېرته خپل فعالیت پیل کړی دی.

د دې سرچینې په وینا، نسیم سیمه ییزه راډیو یوازې په بامیان ولایت کې خپرونې لري او په دایکنډي ولایت کې یې لا هم خپرونې بندې دي.

بامیانو کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر هم په دې ولایت کې د نسیم راډیو د «بشپړو رسنیزو اصولو، ارزښتونو او پالیسیو په رعایت کولو» سره د خپرونو د بیا پیل خبر ورکړی دی.

نسیم سیمه ییزه راډیو د روان لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۰ مه د هغې د مدیر مسوول او دوه خبریالانو له بیا ځلي نیول کېدو وروسته تړل شوې وه.

د طالبانو استخباراتي ځواکونو د سږ کال په اوړي کې، په دایکنډي ولایت کې د دې سیمه ییزې راډیو مسوول مدیر سلطان علي جوادي او دوه خبریالان مجتبی قاسمي او سیف الله رضايي او د هغو د دفتر توکي ونیول.

که څه هم دا درې خبریالان له څو ساعته نیول کېدو وروسته د طالبانو له بنده خوشي شول، خو د هغوی د نیولو دلیل نه دی مشخص شوی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

دغه درې سیمه ییز خبریالان د ۱۴۰۲ کال په اوړي کې هم د طالبانو استخباراتي ځواکونو په دایکنډي ولایت کې نیولي او کاري توکي یې ترې ضبط کړي وو.

طالبانو پر هېواد له څلورو کلونو په څه زیاته واکمنۍ کې په رسنیو او رسنیزو فعالیتونو سخت محدودیتونه لګولي دي.

د دې محدودیتونو د پلي کېدو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې ګڼ شمېر خبریالان د رسنیز فعالیت پرېښودو، لسګونه غږیزې، انځوري او چاپي رسنۍ تړل کېدو ته اړ شوې دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه