د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یوناما او ملګري ملتونه: په تېرو څه کم دوه کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او نجنو په وړاندې تاوتریخوالی څلوېښت سلنه زیات شوی دی

25 نوومبر 2025
یوناما او ملګري ملتونه: په تېرو څه کم دوه کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او نجنو په وړاندې تاوتریخوالی څلوېښت سلنه زیات شوی دی

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) او د دې سازمان د ښځو څانګې ویلي، په تېرو څه کم دوه کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی څلوېښت سلنه زیات شوی دی.

رخشانه: دغه دوه بنسټونو نن (دوشنبې د لیندۍ ۴ مه) د «ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو» نړیوالې ورځې او د جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالي د ۱۶ ورځني کمپاین د پیل په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو ته د پای ټکي اېښودلو غوښتنه کړې ده.

طالبان د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته په بیا رسېدو سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو او آساسي خپلواکیو په وړاندې په پراخو محدودیتونو لګولو سره د هغوی په وړاندې د جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شوي دي.

د دې دواړو بنسټونو په اعلامیه کې راغلي «په تېرو څه کم دوه کلونو کې یو شمېر ښځې او نجونې چې د لوړ تاوتریخوالي په درشل کې دي، څلوېښت سلنه زیاتوالی کړی او شاوخوا ۱۴.۲ میلیونه ښځې دا مهال خوندیتوب او مرستې ته اړتیا لري.»

دغو دواړو بنسټونو ویلي، چې ښځې او نجونې هره ورځ « د حقونو له منځه وړلو، ګواښونو، رواني او فزیکي زیان په ګډون د بې ساري تاوتریخوالي پراخه لړۍ تجربه کړې ده.»

په ملګرو ملتونو پورې تړلو بنسټونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي چې «اوسني شرایط بې ځنډه نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، په داسې حال کې، چې د جنسیت پر بنسټ په تاوتریخوالي پورې تړلي ګواښونه د مرستو له پام وړ کمېدو سره هممهاله د زیاتېدو په حال کې دي.»

په افغانستان کې د یوناما سرپرست او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي جورجیټ کانیون ویلي دي «په افغانستان کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی هغه څه چې لیدل شوي او اورېدل کېږي نه دی، بلکې تاوتریخوالي د هغوی د غږونو غلي کول، د راتلونکې په اړه یې د دروازو تړل کېدل او هغه حقونو پورې هم تړل شوي، چې له هغوی اخیستل شوي دي.»

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

کانیون ویلي، چې ملګري ملتونه د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دي او له طالبانو غواړي، چې د ښځو او نجونو په وړاندې محدودیتونه لغوه کړي. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له ښځو د ملاتړ ټولې حیاتي کړکۍ خوندي وساتي.

هغه زیاته کړې، چې د مرستو څټک کمښت ملګري ملتونه او د هغه شریکان دې ته اړ کړي، چې د ژوند ژغورنې خدمات لکه «د خوندیتوب خدمات، رواني روغتیا ته پاملرنه، خوندي سرپناه، بېړنۍ مرستې، قانوني مشورې او د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا د ملاتړ پروګرامونه» وځنډوي او یا یې کم کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن خبرداری ورکړی، چې د بې مخینې محدودیتونو تر څنګ، د ښځو په مشرۍ بنسټونو لپاره د بودجې کموالي، دوی له اړمنو کسانو سره د مرستې په برخه کې تر ټولو لوړ ګواښ سره مخ کړي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د سږني کال د کمپاین موضوع «د ټولو ښځو او نجونو په وړاندې د ډیجیټل تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د یو ځای کېدو» له شعار سره مل شوې ده.

په ملګرو ملتونو پورې تړلو دغو دوه بنسټونو ټینګار کړی، چې ډیجټلي اړیکې د ګڼ شمېر افغان ښځو لپاره په یوه اړین امر اوښتې ده او هغوی له دې ګزینې د تاوتریخوالي په واندې د خوندیتوب خدماتو تر لاسه کولو لپاره کار اخلي.

ملګرو ملتونو د «افغان ښځو او نجونو سره د نړیوال پیوستون د نوي کول، د دوی د حقونو د تر لاسه کولو لپاره د دوی ملاتړ، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د انعطاف وړ تمویل زیاتولو او چمتو کولو او د ښځو په مشرۍ بنسټونو د ملاتړ» غوښتنه کړې ده.

دغه راز دې دواړو بنسټونو د «افغان ښځو او نجونو لپاره ډیجیټل وسیلو ته د خوندیتوب او په خوندي ځایونو کې د پانګونې د یوې اړینې وسیلې په توګه د لاسرسي او [د ښځو په وړاندې] د تاوتریخوالي د مخنیوي او حل لپاره د ټولنې پر بنسټ حلونو» غوښتنه کړې ده.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه