د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

ګوترش: د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی یوه نړیواله بلا ده

25 نوومبر 2025
ګوترش: د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی یوه نړیواله بلا ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی یوه نړیواله بلا ده، چې په ډیجیټل دوره کې د ټیکنالوژۍ لاسرسي او ګړندیتوب سره لا زیات شوی دی.

رخشانه: ګوترش نن ماسپښين (دوشنبې د لیندۍ ۴ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي چې «موږ اجازه نه شو ورکولی چې ډیجیټل فضاوې په نورو هغه ځایونو واوړي، چې ښځې او نجونې په کې خوندي نه وي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي د مجازي فضا د خوندیتوب غوښتنه کړې وايي، هېوادونه دې مجازي تاوتریخوالي جرم وګڼي.

هغه ټينګار کړی، چې د ټيکنالوژۍ شرکتونه باید ډاډ تر لاسه کړي، چې پلټفارمونه یې خوندي او ځواب ویوونکي دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر(EU) هم نن په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو کمپاین سره به یو ځای شي.
دغه دفتر لیکلي، چې د افغان ښځو تر څنګ ولاړ دی او د «ننګونو په وړاندې د دوی د عالي درېدو او د یو سوکاله هېواد د جوړولو لپاره د دوی د وړتیا ستاینه کوي.»

د ملګرو ملتونو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د سږ کال شعار «د ښځو او نجونو په وړاندې د ډیجیټل تاوتریخوالي پای ته رسول» دی.
په افغانستان کې یوناما او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن سهار په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې په تېرو څه کم دوه کلونو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی څلوېښت سلنه زیات شوی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

د دې دواړو بنسټونو په اعلامیه کې راغلي «په تېرو څه کم دوه کلونو کې یو شمېر ښځې او نجونې چې د لوړ تاوتریخوالي په درشل کې دي، څلوېښت سلنه زیاتوالی کړی او شاوخوا ۱۴.۲ میلیونه ښځې دا مهال خوندیتوب او مرستې ته اړتیا لري.»

ملګرو ملتونو ټینګار کړی، چې ډیجټلي اړیکې د ګڼ شمېر افغان ښځو لپاره په یوه اړین امر اوښتې ده او هغوی له دې ګزینې د تاوتریخوالي په واندې د خوندیتوب خدماتو تر لاسه کولو لپاره کار اخلي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه