د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د استرالیا پارلمان افغانستان کې د هزاره ګانو سره تبعیض او ځپل په رسمیت وپېژاند

26 نوومبر 2025
د استرالیا پارلمان افغانستان کې د هزاره ګانو سره تبعیض او ځپل په رسمیت وپېژاند

د استرالیا د پارلمان غړي ریچارد مارلز ویلي، د دغه هېواد پارلمان د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د هزاره ګانو ځورول او ورسره تبعیض په رسمي ډول په رسمیت وپېژاند.

رخشانه: مارلز نن (چهارشنبې د لیندۍ ۵ مه) په خپله فسبوک پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، چې دغه پرېکړه د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د پارلمان له لوري شوې ده.

هغه لیکلي: «زموږ پارلمان [استرالیا] هغه ځورول او کړاو چې هغوی [هزارګان] د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ورسره مخ دي، په رسمیت وپېژاند.»

ښاغلي مارلز ویلي، هزاره ټولنه د استرالیا هېواد په ګوټ ګوټ کې فعاله ونډه لري.

په استرالیا کې یوې افغان کډوالې ستاره محمدي هم په خپله فسبوک پاڼه د یو پوسټ په خپرولو سره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د هزاره ګانو د ځورونې او کړاو د په رسمیت پېژندلو خبر ورکړی دی.

هغې لیکلي دي: «د ۲۰۲۵ کال د نوامبر په ۲۴ مه د دوشنبې په ورځ د استرالیا پارلمان د استازو جرګې یوه مهمه طرحه تصویب کړه. دا طرحه په افغانستان کې د هزاره ګانو، مذهبي لږکیو، نجونو او ښځو په وړاندې د دوامداره ظلم، ځورونې او تبعیض په اړه ده.»

محمدي د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو بیا واک ته په رسېدو او د «خپلواکو بنسټونو، ملګرو ملتونو د کارپوهانو او بشري حقونو د سازمانونو» راپور ته په اشارې لیکلي دي، چې هزاره وګړي، له هدفي وژنو، په زور کډوالۍ، تبعیض او کلتوري حذفولو سره مخ دي. هزاره مېرمنې، د قوم، مذهب او ښځمنتوب په خاطر څو برابره زیات زیان ویني.

نوموړې پر دوام لیکلي چې هغوی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له هزاره ګانو سره د ځورونې، کړاو او تبیعض د په رسمیت پېژندلو طرحه چمتو کړې او د استرالیا د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو تر بیا کتنې او د ګوندونو د مشرانو تر تایید وروسته د دغه هېواد پارلمان ته وړاندې کړای شوې ده.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

هغوی په دې خپله طرحه کې د افغانستان د ټولو لږکیو، ښځو او نجونو چې «د افغانستان هېڅ ځای له تاوتریخوالي خوندي نه دي» د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د ویلو ده، چې هزاره ګان په افغانستان کې له سیستماتیک او جوړ شوي تبعیض سره له کلونو راهیسې مخ دي. د طالبانو په واکمنۍ کې دغه وضعیت لا بد شوی دی.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه