د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د ایټالیا پارلمان «د ښځې وژل» د یوه جرم په توګه په رسمیت وپېژاند

26 نوومبر 2025
د ایټالیا پارلمان «د ښځې وژل» د یوه جرم په توګه په رسمیت وپېژاند

AFP VIA Getty images

د ایټالیا پارلمان داسې یوه طرحه تصویب کړې، چې پر بنسټ یې د ښځې وژل د یوه جرم په توګه په رسمیت وپېژاند او د هغو د لپاره یې د عمر قید سزا ټاکلې ده.

رخشانه: دغه لایحه تېره ورځ (سه شنبې د لیندۍ ۴ مه) د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي له نړیوالې ورځې سره سم د ایټالیا پارلمان د ټولو غړو له خوا تصویب شوه.

یاده لایحه تر دې مخکې د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د دې هېواد د مشرانو جرګې له خوا تصویب شوې وه او تېره ورځ د ۲۷۳ موافقو او له مخالفې رایې پرته د پارلمان د غړو له خوا تصویب شوه.

د دې لایحې سره سم د هغو اعمالو لپاره د عمر قید سزا ټاکلې، چې د «تبعیض، کرکې یا تاوتریخوالي» او یا نورو دلایلو له آمله د یوې ښځې د وژلو په نیت تر سره شوي وي.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د دې لایحې له تصویب څخه هرکلی کړی او دا اقدام یې د «د هرې ښخې له کرامت او خپلواکۍ څخه د دفاع» لپاره وسیله بللې ده.

د ایټالیا د ملي شمېرنې موسسې تېره ورځ اعلان کړی وو چې، په ۲۰۲۴ کال کې په دې هېواد کې له ۳۷۲ ثبت شویو وژنو څخه ۱۱۶ پې یې په ښځو او نجونو پورې اړوندې دي. د دې موسسې د شمېرو له مخې، په ۹۲.۲ سلنه پېښو کې نارینه قاتلان وو.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

ملګرو ملتونو تېره ورځ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو په نړیواله ورځ اعلان وکړ، چې تېر یو کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۵۰ زره ښځې او نجونې د خپل ژوند د شریکانو یا د کورنۍ د غړو له خوا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه