د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

د افغانستان په ختیځ د پاکستان هوايي بریدونه، یوناما: د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي

26 نوومبر 2025
د افغانستان په ختیځ د پاکستان هوايي بریدونه، یوناما: د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي

عکس: AFP

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، په خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان د پوځ د یکشنبې شپې په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.

رخشانه: یوناما تېره ورځ ناوخته (سه شنبې د لیندۍ ۴ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره لیکلي، د دې بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د پاکستان پوځ د یکشنبې په شپه شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو هوایي بریدونه تر سره کړل.

یوناما یو ځل بیا د ملکي وګړو د خوندیتوب او هغوی ته د زیان رسولو څخه د مخنیوي نړیوالو قوانینو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ هم د پاکستان له دولت نه غوښتي، چې نړیوالو قوانینو او د ملکي وګړو خوندیتوب ته درناوی وکړي.

هغه زیاته کړې «تاوتریخوالی» حل لار نه ده او د پاکستان دولت او طالبان باید ستونزې د «ښځو په ګډون» د مذاکراتو له لارې هوارې کړي.

طالبانو تېره ورځ اعلان وکړ، چې په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستاني پوځ په هوايي بریدونو کې د ۹ ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۱۲ تنه په خوست ولایت کې وژل شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

د پولیو نړیواله ورځ: افغانستان کې په دې ناروغۍ اخته کسان دوه برابره شوي

رباب فاطمه: د افغانستان په وړاندې پراته خنډونه د پام وړ دي

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ په دې وروستیو کې شخړې زیاتې شوې او دواړه لوري فرضي کرښې ته څېرمه سره نښتې هم کړې دي.

اړوندې لیکنې

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده
خبر

مریم رحمتي: د «ملګرو ملتونو د خبریالانو ټولنې» افتخاري جایزه د افغان ښځو اړوند ده

24 اکتوبر 2026
فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي
خبر

فایق: هېڅ دین او کلتور له زده کړو د ښځو محرومول نه توجیه کوي

24 اکتوبر 2026
فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول
خبر

فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۴ ښځې او ماشومان ټپیان شول

24 اکتوبر 2026
ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي
خبر

ملګري ملتونه: هر ښوونیز کال کابو ۳۹۷ زره افغان نجونې له زده کړو پاتې کېږي

22 اکتوبر 2026
فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي
خبر

فایق: طالبانو د بشري حقونو مدافعین په ځانګړې توګه ښځې د خپل سرو نیونو او ربړونې له لارې په نښه کوي

21 اکتوبر 2026
د استرالیا نیوساوت ولز ایالت پارلمان د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژنده
خبر

د هزاره ګانو د نسل وژنې د بندولو او جبري کډه کولو د مخنیوي لپاره نړیواله غوښتنه پیل شوه

21 اکتوبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه