د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

طالبانو په درې ولایتونو کې د دوه ښځو په ګډون ۲۱تنه په دورو وهلي دي

27 نوومبر 2025
طالبانو په پنځو ولایتونو کې د دریو ښځو په ګډون ۱۰ تنه په دورو وهلي

عکس: APF

طالبانو روانه اوونۍ په ننګرهار، بلخ او کابل ولایتونو کې د دوه ښځو په ګډون ۲۱ تنه د خلکو په وړاندې په دورو وهلي دي.

رخشانه: دغه کسان د «غلا، نامشروع اړیکو، نشه کوونکو ګولیو، الکولي مشروباتو او چرسو د پېر، پلور او قاچاق» په تورونو په دې درې ولایتونو کې په دورو وهلي دي.

یکشنبې د (لیندۍ ۲ مه) دوه تنه د «غلا» په تور د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې وهل شوي دي.

دغه کسان په سپین غر ولسوالۍ کې د طالبانو د ابتدایه محکمې د پرېکړې پر اساس په دوه کاله او شپږ میاشتې تنفذي بند هم محکوم شوي دي.

چهارشنبې د (لیندۍ ۵ مه) د دوه ښځو په ګډون څلور تنه د «نامشروع اړیکو» په تور د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې له ۲۰ تر ۳۹ دورو وهل شوي دي.

معلومه نه ده، چې دا کسان په څومره بند محکوم شوي دي.

په دې اړه نور ولولئ...

معترضو ښځو د طالبانو له زندانه د مژده ازبک د خوشي کولو غوښتنه وکړه

غزني کې د لاسي بم چاودنې یوه ښځه وژلې

پنشنبې د (لیندۍ ۶ مه) ۱۵ تنه د «نشه کوونکو ګولیو، الکولي مشروباتو او چرسو د پېر او پلور» په تور په کابل کې له ۱۰ تر ۳۹ دورې وهل شوي دي.

دغه کسان کابل ښار کې د طالبانو د نشه يي توکو او مسکراتو مخنیوي د ابتدایه محکمې د پرېکړې پر اساس له اوو میاشتو تر درې کلونو او شپږو میاشتو تنفذي بند سزا هم اورول شوې ده.

طالبانو تېره اوونۍ د څلورو ښځو په ګډون ۳۷ تنه د بېلا بېلو تورونو له امله په شپږو ولایتونو کې په دورو وهلي وو.

اړوندې لیکنې

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد
خبر

په هېواد کې د پولیو مثبتې پېښې ۵۰ مورده ته ورسېد

14 نوومبر 2026
بامیانو کې طالبان: نجونې او هلکان د په جلا وختونو کې ښوونیزو مرکزونو ته لاړ شي
خبر

بامیان او بغلان کې ترافيکي پېښو د دریو ماشومانو ژوند واخیست

14 نوومبر 2026
فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه
خبر

فرخنده محتاج د «بشري حقونو غوره فعال» برخه کې د ۲۰۲۶ کال د مګنیتسکي جایزې ګټونکې شوه

14 نوومبر 2026
د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي
خبر

د افغانستان د رسنیو فعالان: د نړیولې ټولنې اعلامیې نه شي کولی افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته اغېزمن ځواب وي

13 نوومبر 2026
فاریاب کې د یوې غونډۍ ښویدو د دوه ماشومانو ژوند واخیست
خبر

فاریاب کې یوه سړي خپله ښځه او خواښې وژلې دي

12 نوومبر 2026
یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي
خبر

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي

12 نوومبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه