د رخشانه رسنۍ
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
English
فارسی
مرسته وکړئ
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
د رخشانه رسنۍ
حمایت

یونسکو: د ښځینه خبریالانو پر وړاندې انلاین تاوتریخوالی په نندارپاڼه نه ختمېږي

30 نوومبر 2025
یونسکو: د ښځینه خبریالانو پر وړاندې انلاین تاوتریخوالی په نندارپاڼه نه ختمېږي

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې له ۱۶ ورځني کمپاین سره هممهاله، د ملګرو ملتونو علمي -ښوونیز سازمان (یونسکو) وايي، د ښځینه خبریالانو پر وړاندې انلاین تاوتریخوالی په نندارپاڼه پای ته نه رسېږي.

رخشانه: دغه بنسټ نن سهار (یکشنبې د لیندۍ ۹ مه) په خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، کله چې پر یوې ښځینه خبریالې برید کېږي، د هغې غږ په نښه کېږي.

د ملګرو ملتونو علمي- ښوونیز سازمان زیاته کړې، پر ښځینه خبریالانو په برید سره له موږ [وګړو] هم د پوهېدو حق» اخیستل کېږي.

یونسکو ټینګار کړی، چې له ښځینه خبریالانو د خوندیتوب په پار یې، د حساب ورکولو لپاره د لارو چارو د پیاوړتیا او د ټولو لپاره د خوندي ډیجیټل ځایونو د ډاډمنولو کار کوي.

په افغانستان کې ښځینه خبریالانې پر رسنیو او رسنیزو فعالیتونو د طالبانو د سختو محدودیتونو سربېره، په ډیجیټل فضا کې له آنلاین تاوتریخوالي سره هم مخ دي.
څه موده وړاندې د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان په یوه راپور کې لیکلي وو، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ۹۲ سلنه ښځینه خبریالانې د خپلو راپورونو بدلون یا سانسور ته اړ شوې دي.

په هېواد کې ښځینه خبریالانو «سانسور، له سړیو سره د مرکو مخنیوی، د محرم اړتیا، اجباري جامې، څار او پر توکو لاسرسي ته محدودیت» پر رسنیو له لګول شویو محدودیتونو بللي دي.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ بنسټ ویلي وو، چې ۵۵ سلنه ښځینه خبریالانې د خپلې دندې له کبله د ځینو کسانو له خوا ګواښ شوې دي.

طالبانو د ښځې غږ ستر بللی او په همدې دلیل یې څو ځلې په خبري ناسو کې د ښځینه خبریالانو غږ او انځور پرې کړی دی.

په دې اړه نور ولولئ...

طالبان: په ټولنیزو شبکو په ناسمو خبرونو باور کول «لویه ګناه» ده

د بشري حقونو پاکستانۍ هزاره فعاله جلیله حیدر د ۲۰۲۶ کال د «نوبل آلترناتیو» جایزې ګټوونکې شوه

دغه ډله په رسنیو او رسنیزو فعالیتونو د سختو محدودیتونو په لګولو سره په هېواد کې د لسګونو رسنیو د تړلو او د یو شمېر خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د بې کارۍ لامل شوې او دغه راز یې ګڼ شمېر خبریالان، رسنیز کارکوونکي او د رسنیو فعالان نیولي او بندیان کړي دي.

اړوندې لیکنې

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله
خبر

د پوهنې افغان فعاله شبانه راسخ د ټایم مجلۍ د ۱۰۰ اغېزمنو کسانو نوملړ کې راغله

30 سپتمبر 2026
ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل
خبر

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې درې ماشومان و وژل

30 سپتمبر 2026
د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه
خبر

د بشري حقونو ځینو فعالانو د «هزاره نسل وژنې په رسمیت پېژندنې» غوښتنه وکړه

29 سپتمبر 2026
ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي
خبر

ملګري ملتونه: د بهرنیو مرستو کمېدو افغانستان کې د ښځو تر مشرۍ لاندې ۸۲ سلنه بنسټونه به بندېدو سره مخ کړي

29 سپتمبر 2026
ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې
خبر

ننګرهار کې یوه سړي خواښې او اوښی ټپیان کړي او پخوانۍ مېرمن یې تښتولې

28 سپتمبر 2026
د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي
خبر

د بدلون لپاره د ښځو اتحاد: افغان ښځې باید د هېواد په اړه د راتلونکو خبرو په مرکز کې وي

28 سپتمبر 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه

Registered Charity No 1208006 and Registered Company No 14120163 - Registered in England & Wales - Registered office address: 1 The Sanctuary, London SW1P 3JT

Copyright © 2024 Rukhshana

فارسی English
No Result
View All Result
  • کور پانه
  • خبر
  • راپور
  • شننه
  • ژباړه
  • مرکه
  • دوسیه
  • کیسه
  • زموږ په اړه